طالب مشران باید سولي ته  ترجیح ورکړي

dd

ليکوال: خير محمد هڅاند

دطالبانو دقوماندانانو او مشرانو ترمنځ خوابدي، یو پر بل بې اعتمادي او دیوه قوماندان څخه جلاوالی او دبل قوماندان سره بیعت، کومه نوې خبره نه ده، خو اوس حالات داسي دي، چي دطالبانو مشرانو دا درک کړې ده، چي نور به دپاکستان دجاسوسۍ سازمان ISI دلومو څخه ځان ساتي، په دې ورستیو کي دطالبانو اکثره مشران دپاکستان څخه جلا سوي او په دې پوه دي، چي هبت الله اخندزاده او سراج الدین حقاني د پاکستان ترمستقیمي لارښووني لاندي هغه  طالب مشران، چي ددوی د استخباراتو د امرونو څخه سرغړونه وکړي یو په بل پسي وژني او له منځه يې وړي، دملامحمد عمر او ملامنصور یو په بل پسي مړینه، دهغو دکورنیو سره بد چلن، دزیات شمیر طالب مشر تریتم کیدل…. او نور ډېر هغه څه دي، چي دطالبانو قوماندانان مجبور سول، چي دکوټي شورا سره خپل پریکون اعلان کی.

150731152910_jalaluddin_haqqani__624x351_ap

له بلي خوا دحقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني غواړي، چي دپاکستان داستخباراتي شبکې ISI په مرسته دکوټي شورا ټوله رهبري په خپل لاس کي واخلي او غواړي، چي دهغو طالبانو واک کم کړي چي دطالبانو په صفوفو کي رول لري او په دې سره دپاکستان دحکومت څخه زیات امتیازات ترلاسه کړي.

هغه وخت، چي سراج الدین حقاني دطالبانو دمشر مرستیال وټاکل سو دملا محمد عمر اخند زوی ملایعقوب او دهغه کشر ورور ملا عبدلمنان دملا محمد عمر په مړينه کي دسراج الدين لاس درلودل یقيني بلل او دحقاني څخه يې کرکه درلوده او دملا محمد عمر زوی په ډاکه ویل، چي دده پلار دپاکستان داستخباراتو ISI په لارښوونه د حقاني شبکې مشر تښتولی او وژلی يې دئ او دغه وجه وه، چي حقاني دپاکستان څخه ستر امتیازات ترلاسه کړه او دکوټي شورا کي هم لوړ اختیارات ورکړل سول. پاکستان اوس هم کوښښ کوي، چي دکوټي شورا په خپلو اجنټانو لکه سراج الدین حقاني اونورو کنترول او ترخپل بشپړ واک لاندي وساتي او دطالبانو دمشرانو واک را کم کړي، سراج الدين حقاني د پاکستان د اهدافو لپاره کار کوي، هغه د پاکستان په غوښتنه په افغانستان کي د سولي پر ځاى دايمي جګړه غواړي.  خو طالب مشران نور دحقاني او پاکستان په موخه پوه سوي، لکه څنګه چي دافغانستان په ختیځ کي دحقاني شبکې واک پر ډېریدو دی په جنوب غرب حوزه کي بیا ملا محمد یعقوب او ملامنان دملاذاکر په مرسته غواړي، چي نوې ډله جوړه کړي او هغه خوابدي طالبان پرځان راټول کړي او دهغې ډلي پرخلاف يې وجنګوي، چي سراج الدین حقاني او پاکستان يې واک په لاس کي لري.

نو د طالبانو نوي ډلي ته چي مشري يې ملامحمد یعقوب او ملا منان کوي پکارده، چي نور خپل ځان دپاکستان د ISI له اسارت او غلامۍ څخه جلا کړي او دافغان دولت سره دسولي خبري وکړي او هم خپل ځان او هم افغان ملت دپردیو دظلم څخه وژغوري، ملامنان او ملا یعقوب  کولاى سي چي د جګړې او تشدد پر ځاى د خپلو خلکو سره مرسته وکړي، دوی د چاودنو، وژنو او ځان وژونکو بريدونو پر ځاى د افغان سولي او يو باثباته نظام لپاره کار وکړي، دوى کولاى سي چي په دولت کي کار وکړي، د وطن د دفاع  سرتېري سي، خو دا هر څه هغه وخت امکان لري چي دوى د پاکستان د سلطې څخه نور ځانونه وژغوري او نور بې ګناه انسانان د پرديو د ګټو لپاره په شهادت ونه رسوي. او دافغان حکومت سره سوله وکړي. جګړه د اوسنيو ستونزو د حل لاره نه ده، سوله د ټولو ستونزو د حل کيلي ده، په سوله کي د ټولو خير دى، سوله د ټول ملت دايمي ارمان دى، ښکيلي غاړي بايد د ملت سره د دې ارمان په پوره کولو کي مرسته وکړي او نور خپل هيواد او راتلونکى نسل د جګړو او لمبو خوراک ونه ګرځوي. یابه یوکیږو یا به ورکیږو.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي د سولي نړۍ واله ورځ ولمانځل سوه

اطلاعات او کلتور رياست، کندهار پوهنتون او پاچا خان څېړنيز مرکز په ګډه د سولي ...