د کندهار شل سلنه کوچنيان ښه راتلوونکی نه لري

روغتيا او زده کړو ته د کوچنيانو نه لاس رسی او د اړينو خوراکي توکو نه درلودل پخوانۍ خبره ده؛ اوس په کندهار کي هره ورځ سلګونه کوچنيان داسي درانه او شاقه کارونه کوي، چي ترسره کول ئې د لويانو تر وس هم پورته خبره ده.

په کندهار کي د بشري حقونو خپلواک کمېسيون هم دلته د کوچنيانو پر وضعيت اندېښنه لري؛ او وايي ، چي په افغانستان کي روانو جنګ جګړو د کوچنيانو ژوند سخت ټکنی کړی او له ګڼو ستونزه سره ئې مخ کړي دي.

افغانستان ته د نړیوالي ټولني له میلیاردونو ډالرو له ورکړي سره سره، لا هم د هغو کوچنيانو په ژوند کي هيڅ بدلون نه دئ راغلئ، چي په درنو او شاقه کارونو بوخت دي.

 د ټول هيواد کابو ۲۷ سلنه نفوس کوچنیان جوړوي؛ هغه کوچنيان چي سبا به د هيواد چاري پر غاړه اخلي او د پرمختګ سبب به ګرځي؛ خو نن له ۱۴،۵میلیونه کوچنيانو څخه کابو ۲،۲میلیونه ئې کار کوي، چي له ډلي ئې ۱،۲ ميليونه کوچنيان په درنو او شاقه کارونو اخته دي.

2

په کندهار کي مي له څو تنو کوچنيانو وپوښتل، هغوی زياتوي، چي د کورنۍ سرپرستان نه لري، روانو جنګ جګړو ئې پلرونه او د کورنۍ مشران اخيستي دي.

دوی زياتوي، چي له سختي مجبورۍ په مستريخانو، نجاري، فلزکاري او ورته نورو دوکانونو کي شاقه کارونه تر سره کوي.

په کندهار کي مو د کوچنيانو د بد حالت په اړه د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست له يوه  مسئول کس سره خبري وکړې؛ نوموړی فضل الباري شمسي نوميږي او په ياد رياست کي د روزنتونونو امر دئ.

هغه زياتوي، چي دوی د کوچنيانو څخه د حقوق ځانګړې کمېټه لري او وخت ناوخته په دې کمېټه کي د کوچنيانو د خراب وضعيت په اړه بېلا بېل بحثونه کيږي.

ښاغلي شمسي د کندهار راډيو ټلويزيون سره په خبرو کي وويل، چي د هغه کوچنيانو لپاره ئې يوه برنامه جوړل کړل، چي په درنو او شاقه کارونو اخته وه.

په دې برنامه کي ۲۰۰ کوچنيان تر څېړني لاندي نيول سوي، چي په خبره ئې ښه پايله ئې ورکړې او په راتلوونکي کي هم د کوچنيانو لپاره داسي یو پروګرام په پام کي لري.

4

په کندهار کي د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست ته تېر کال د کوچنيانو د ستونزو بېلا بېلي ۲۶۸ قضيې راغلي، چي د اړوند ارګانونو لخوا ئې څېړنه سوې ده.

روان کال هم په کندهار کي د کوچنيانو لپاره ښه نه وو، په دې رياست کي ۲۵۰ قضيې ثبت سوي، چي ځيني ئې څېړل سوي او پر ځينو اوس هم د اړوند ادارو لخوا کار روان دئ.

د روزنتونونو امر د کندهار راډيو ټلويزيون سره د خبرو پر مهال يادونه وکړه، چي په کندهار کي د يتيمانو، بې سرپرسته او ورکو کوچنيانو لپاره څلور رورنتونونه جوړ سوي دي.

ياد روزنتونونه دوه ئې دولتي او دوه هم په خصوصي ډول جوړ سوي، چي ۲۰۰۰ کوچنيان پکښي روزل کيږي.

په کندهار کي د بشري حقونو خپلواک کمېسيون هم دلته د کوچنيانو پر وضعيت اندېښنه لري؛ د دې کمېسيون د کوچنيانو د برخي مسئول شمس الدين تنوير د کندهار ملي راډيو ټلويزيون سره په خبرو کي وويل، چي په افغانستان کي روانو جنګ جګړو د کوچنيانو ژوند سخت ټکنی کړی او له ګڼو ستونزه سره ئې مخ کړي دي.

3

ښاغلی تنوير په خپلو خبرو کي يادونه کوي، چي دلته ځيني کورنۍ له خپلو کوچنيانو پيسې غواړي او کوچنيان اړ دي، چي په هر ډول وي، خپلي کورنۍ ته پيسې وګټي.

له زده کړو بې برخي والی، روغتيا ته نه لاس رسی او د اړينو خوراکي توکو نه درلودل، نوري ستونزي دي، چي يو شمېر کوچنيان ورسره مخ دي.

نوموړی زياتوي، چي که دولت د کوچنيانو د ژوند ښه کولو لپاره کار ونه کړی، نو ممکن په لنډه وخت کي ئې بدي اغېزي څرګندي او د کوچنيانو د راتلوونکي لپاره هم سخت خطر دئ.

1

افغانستان د نړۍ له هغه هيوادونو څخه دئ، چي له کلونو راهيسي د سيمي د استخباراتو او بېلا بېلو لاملونو په خاطر بې هدفه جګړه دوام لري.

دغي چاري نه يوازي، چي په هيواد کي نوري برخي هم اغېزمني کړي، بلکي د کوچنيانو پر ژوند ئې هم سخت منفي اغېز کړی دئ.

ميليونونه کوچنيان له زده کړو بې برخي او او تر دوه ميليونه پوري نور کوچنيان د بېلا بېلو ستونزو په خاطر درانه او شاقه کارونه کوي.

خبریال: عبدالقيوم شکوري

468 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...