د پکتيا د خونړۍ او ترهګريزي پېښي په اړه د کندهاروالي دخواشينۍ پيغام

په ډېري خواشينۍ سره خبرسوم، چي دانسانيت، اسلاميت او افغانيت دښمنانو په پکتيا ولايت کي دګڼ شمېر تذکرو او پاسپورټونو داخيستونکو او دپوهنتون ليليې ته څېرمه دځانمرګو بريدونو اوچاودنو په کولو زموږ بېګناه هيوادوال شهيدان او ټپيان کړل. انالله وانااليه راجعون

دمعلوماتو له مخي ۲ ځانمرګو بريدکوونکو دامنيه قومندانۍ اړوند ثبت احوالنفوس ته څېرمه په ځانونو پوري تړل سوو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او دپوهنتون ليليې ته څېرمه يې چاودني کړي چي، له امله يې دپکتيا امنيه قومندان او يوشمېر سرتېري يې شهيدان کړي او ګڼ شمېر ولسي خلک يې شهيدان اوټپيان کړي دي.

زه دکندهاروالي په توګه دا ترهګريز، غيرانساني اوغير اسلامي بريد په سختو ټکو غندم.  دپيښي شهيدانو ته دفردوس جنت، ټپيانو ته دعاجلي شفاء اوکورنيو ته يې دتسليت مراتب وړاندي کوم.

زلمی ويسا

دکندهاروالي

 

762 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

دارشاد، حج او اوقاف رياست خبرتيا

دکندهار دارشاد حج او اوقاف رياست اړوند داوقافو عمومي مديريت ټولو دولتي او غير دولتي ...