د ټیکنالوژۍ په برخه کي لس مخکښ هېوادونه

teknoloji-tasarim1

لیکنه: عبید ناصري

په ۱۹۴۵زېږديز کال کي، کله چي دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده، زیات شمېر هېوادونه په ډېر بد حالت کې وو. پر جاپان اټومي بمونه غورځول سوي وو، جرمني ټول قوت له لاسه ورکړی و او هند له برېټانیا د خپلواکۍ اخیستلو تمه لرله.

خو په دې وروستیو لسیزو کي ډېر څه بدل سول. که تاسو په ۱۹۴۵ کال کي په ټکنالوژۍ کي د مخکښو هېوادونو کوم لېست جوړکړی وای او له اوسني سره مو پرتله کړی وای، نو ډېر تعجب به مو کړی وای. د هند او جاپان لپاره دا اړینه وه څو خپلو هېوادوالو ته په راتلونکي کي ښه فرصتونه چمتو کړي. دوی دې موخي ته رسېدل يوازي د ټکنالوژۍ په پراختيا کي شوني بلل.

په حقیقت کي، دا به کومه اشتباه نه وي که ووایو چي ټکنالوژي زموږ په ژوند کي انقلاب راوستلی. د مېټرو له مقناطیسي کارتونو نیولې د پوهنتونونو تر بارکوډ لرونکو پېژندکارتونو، ډېر څه بدل سوي دي. اوس د مرمۍ په څېر چټک اورګاډي او اتومات موټرونه هم سته چي په اسانۍ سره پرې مزلونه لنډېدلای سي.

خو دا اسانتياوي د نړۍ ټولو هېوادونو ته په برابره توګه نه دي چمتو سوې، دلته د لسو هغو هېوادونو يادونه کوو، چې په ټکنالوژۍ کي مخکښ دي.

1: امریکا

پیاوړی اقتصاد له ځان سره ستري لاسته راوړني لري. GPS  په لومړي ځل د امریکایي پوځونو له خوا جوړ سو، هغه ټکنالوژي چي اخر موږ ته هم را ورسېده او په ډېري اسانۍ سره ځيني په موبایل، موټر، او نورو الکټرونيکي وسایلو کي ګټه اخیستی سو. امریکا نړيوال جال (انټرنېټ) هم اختراع کړی. د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کي د نړۍ تر ټولو لویې کمپنۍ لکه  Google،Facebook  او Apple هم د امريکايانو دي. له همدې امله د ټکنالوژۍ د مخکښو هېوادونو په لېست کي لومړی ځای امریکا خپل کړی.

2: جاپان

جاپان د ختیځې اسیا تر ټولو ستر ځواک دی. په نړۍ کي د هستوي ټکنالوژۍ، رباټ جوړوني، بوختيا، انځورګرۍ او ټرانسپورټ په برخو کي د پام وړ ځای لري. دغه هېواد څو مشهور برنډونه لري چي ټوله نړۍ يې تسخير کړې ده. د نړۍ داسې هېواد به نه وي چي هلته د جاپاني کمپنيو Nintendo، Canon، Mitsubishi،Sony  او Toyota محصولات نه وي. له همدې امله جاپان په ټکنالوژۍ کي د مخکښو هېوادونو په لېست کي دوهم مقام لري.

3: هند

هند د نفوس له پلوه د نړۍ دوهمه درجه لوی هېواد دی. د دغه هېواد خلک د موبایل د تولید او ټکنالوژۍ په برخو کي ځانګړی استعداد لري. هنديان له خپل هېواده بهر هم د ټکنالوژۍ په برخه کي د کار کولو، محاسبې او پېرودونکو ته د خدمتونو په وړاندي کولو کي ځانګړی شهرت لري. هند په نړۍ کې د موبایل اپليکېشنونو د جوړوني او الکټرونیکې سوداګرۍ په برخه کي هم لومړی مقام لري. همدې ټولو مواردو ته په کتو هند د ټکنالوژۍ په برخه کي درېيم مقام خپل کړی دی.

4: اسرائیل

اسرائیلو د ټکنالوژۍ ډېرو کمپنيو ته د فعاليت زمينه برابره کړې، چي له امله يې دغه هېواد د ټکنالوژۍ په برخه کي څلورم مقام ګټلی دی. اسرائیل د ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو لکه؛ د پوځي او ملکي کوچنيو الوتکو، سټلایټونه او د روغتيايي ماشينرۍ په توليد کي لوی لاس لري. Waze (GPS) سیسټم د ټکنالوژۍ په برخه کي د اسرائيلو تازه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

5: چین

دغه پراخ او ګڼ نفوسه هېواد د ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کي پر نړۍ د واکمنۍ اوږده تجربه لري. چین د چاپ له ټکنالوژۍ نيولې د کاغذ جوړولو تر صنعته په ټولو برخو کي ښې لاسته راوړني لري. د ټکنالوژۍ په برخه کي د چين محصولات لږ بيه او ښه کيفيت لري، کارځايونه يې په پياوړو او مسلکي کارکوونکو ډک دي. د چين بله ځانګړتيا دا هم ده چي خپل محصولات یې د نړۍ نږدې ټولو کورونو ته ور رسولي دي. دغه هېواد د ټکنالوژۍ په برخه کې پنځم مقام لري.

6: سنګاپور

سنګاپور کوچنی هېواد دی، خو د ټکنالوژۍ په برخه کي يې لاسته راوړنې د نړۍ له لويو هېوادونو سره برابرې دي. د دغه هېواد بانکي سيسټم په ټوله نړۍ کي ساری نه لري. دغه راز د ټکنالوژيکي وسايلو په توليد او د معلوماتي او اړيکتيايي ټکنالوژۍ په برخه کي ښې لاسته راوړني لري. همدا دليل دی چې سنګاپور د ټکنالوژۍ له پلوه د نړۍ شپږمه درجه هېواد ګڼل کېږي.

7: کاناډا

دا کم نفوسه هېواد د ټکنالوژۍ د لويو کمپنيو  Blackberry، Hootsuite Media  او Shopify ټاټوبی دی. د کاناډا د زده کړو په سیسټم، څېړنو او پراختیايي پروژو باندي لويې پانګونې کړي او په مختلفو برخو کي يې د پرمختللې ټکنالوژۍ کارېدو ته لاره هواره کړې ده. همدې خلاقیت او نوښت ته په کتو کاناډا د ټکنالوژۍ د مخکښو هېوادونو په لېست کې اووم ځای خپل کړی دی.

8: جنوبي کوریا

جنوبي کوریا د وروستیو څو لسیزو په لړ کي په تکنالوژۍ کي د پام وړ لاسته راوړني درلودلي دي. دغه هېواد د ټکنالوژيکي وسايلو د توليد ډېرې کمپنۍ لري، خو تر ټولو مشهورې هغه یې SAMSUNG او Hyundai  دي. جنوبي کوریا د ټکنالوژۍ د مخکښو هېوادونو په لېست کي اتم ځای لري.

9: جرمني

که تاسو فکر کوی چي د جرمني ټکنالوژي به یوازي موټر جوړول وي، یو ځل بیا فکر وکړئ! ځکه دغه هېواد په انجینیرۍ، زيربناوو، علمي څېړنو، درمل جوړوني او پوځي ټکنالوژۍ کي هم مخکښ دی. د جرمني پياوړی صنعت او له نوښتونو ډک تاريخ د دې سبب سوی، چې دغه هېواد د ټکنالوژۍ په برخه کي نهم مقام خپل کړي.

10: روسیه

دغه پخوانی زبرځواک هېواد د سپوږمکیو او پوځي ټکنالوژۍ په برخو کي مخکښ دی. روسيه د پوځي الوتکو او ټرانسپورټي وسايطو د تولید په برخه کي خورا ښه نوم لري. همدې مسئلې ته په پام، د ټکنالوژۍ په برخه کي د مخکښو هېوادونو د لېست لسمه درجه دغه هېواد ته ورکړل سوې ده.

139 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

148F18CD-B98F-4684-BB4D-65BB55357DB8_w1023_r1_s

پر حاجي میرویس خان نيکه فلم جوړیږي

په افغانستان کي د فلم جوړوني یو شرکت غواړي چي پر ملي اتل میرویس خان ...