د وسله والو مخالفینو دوینا او عمل ترمنځ تفاوت

ليکوال: عصمت الله انصاري

دافغان دولت وسله مخالفین هره وخت داعلامیو په خپرولو سره ادعا کوي، چي دوی دملکي خلګو ساتنه خپل لومړيتوب بولي، عام المنفعه تاسیات نه ورانوي، دتعلیم او تربیي خلاف نه دي او داسي نور، خو په عمل کي بیا بل څه کوي، دوی هیڅ رحم نه لري، هره ورځ بیګناه انسانان په شهادت رسوي، پرعامولارو ماینونه ایږدي، ښوونځي سوځوي، دملکي خلګو کورونو کي سنګرونه جوړوي، دبیچاره او غریب ولس پرمخ روغتونو او کلینیکونه بندوي او دټولو هغو کارونو ممانعت کوي، چي دخلګو دهوسايني سبب ګرځي، د دوی د دغسي غیر بشري اعمالو دترسره کولو له کبله زموږ عام ولس هره ورځ کړیږي او د ډيرو ستونزو سره مخ دي، وسله وال مخالفین دعام ولس هیڅ پرانه لري او ټول هغه څه کوي، چي یوازي ددوی په ګټه وي.

9-14

تاسو ولیدل څو ورځي مخکي وسله والو طالبانو دکابل نړیوال هوايي ډګر سره نیژدې دخلګو دهستوګني په یوه کور کي سنګر جوړ کړی ؤ او له هغه ځایه يې پر هوايي ډګر بریدونه کول، چي افغان پوځیان مجبوراً  متقابل برید کوي او تاوان او مرګ ژوبله ټوله ملکي او عامو افغانانو ته، چي په هغه کي ښځي او کوچنیان شامل دي رسیږي، دملکي خلګو دکورونو څخه دسنګر په توګه کار اخستل په هیڅ دین او مذهب کي روایښت نلري او دټولو اسلامي ارشاداتو سره مغایرت لري، همدا ډول په هغه سیمو کي، چي دطالبانو تر موقت واک لاندي دي ټول ملکي  خدمتونه ددوی لخوا بند سوي، چي په یادو خدماتو کي تر ټولو مهم  سیمه ایز کلینیکونه او ساحوي روغتونونه شامل دي، چي دطالبانو لخوا دعامو خلګو پرمخ تړل سوي، څو ورځي وړاندي به تاسو درسنیو څخه اوریدلي وي، چي طالبانو د روزګان ولایت په یوشمیر ولسولیو کي کلینیکونه تړلي او نورو ته يې د تړلو اخطار ورکړی دی.

موږ باید لږ فکر وکړو، که چیري زموږ کوچنیانو، لویانو او زنانو ته ډېره لږ ناروغي هم پېښه سي باید مرګ ته يې انتظار وکړو، ځکه چي  دوسله والو مخالفینو لخوا دخلګو پرمخ ټول صحي مراکز تړلي دي. خو اصلي خبره داده، چي وسله وال مخالفین ځکه دا کار کوي چي خلګو ته ووايي، چي دولت دروغتیايي مراکزو امنیت نسي نیولای، خو عام ناخبره او دپاک زړه لرونکي کلیوال بیا خپل ځان ملامت ګڼي او دځان سره وايي، چي خدای مکړه الله ج ددوی څخه ناراضه سوي نو ځکه دداسي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او هم یا پړه پر ددولت اچوي او شکایت کوي چي دولت دروغتیايي خدمتونو په رسولو کي پاته راغلي، خو اصلي ملامت هغه څوک دی چي قصداً د خلګو پرمخ  صحي مراکز او ښوونځي تړي او قصداً عمومي لاري او پلونه ویجاړوي او خلک دستونزو سره مخامخ کوي، خو دا ډول ظالمانه اعمال او کړني په کامل ډول د اسلامي ارشاداتو سره په مغايرت کي دي، چي د دې اعمالو مرتکبين به د الله (ج) د سخت عذاب سره مخامخ سي. د جگړې په قوانينو کي هيڅوک ملکي بې گناه ولسي وگړي سپر او سنگر نه سي گرځولاى، د افغان دولت پرضد د وسله والو طالبانو روانه جگړه د هيڅ قانون سره مطابقت نه لري، نه د جگړې نړيوال قوانين او نه د جگړې اسلامي قوانين په پام کي نيول کېږي. د بې گناه انسانانو څخه د جگړې د ابزارو په توگه استفاده د ټولو اسلامي او بشري قوانينو سره په ټکر کي ده. د خلکو د کورونو، مارکېټونو، دوکانونو او شخصي ملکيتونو څخه سنگر جوړول په نړۍ کي د جگړې هيڅ يو قانون نه مني. د بې گناه انسانانو وژل او برمته کول د جگړې د ټولو قوانينو خلاف او يو غير اسلامي، غيرشرعي او ضد بشري عمل دى، دولسي خلګو وژنه په مجموع کي جنایت دی، خو دهغوئ په منځ کي دښځو او ماشومانو وژل هغه سترجنایت دی چې ټول آسماني او وضعي قوانین یې په تحریم اونارواتوب اتقاق نظر لري د دې ډول اعمالو په وړاندي بايد ملت او دولت په گډه مبارزه وکړي او په گډه لاس په کار سي، تر څو دښمن د افغانستان د ملت د اتحاد او اتفاق څپه داسي غرق کړي چي بيا دراپورته کیدو جرئت هم ونکړي.

737 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

5

ارزګانیان وايي که د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ ځنډیږي نور لاریونونه پېلوو

د ارزګان ولایت کي قومي مشران، مخور سپین ږیري او ځوانان ګواښ کوي که د ...