د هلمند امنیه قوماندان: هلمند کي مو وسله والو مخالفینو ته درانه تلفات اړولي

د  هلمند امنیه قومندان وايي ، د نادعلي ولسوالۍ یو شمېر سیمي يې له وسله والو مخالفینو نیولي دي ، او هغوی ته يې د مارجې ولسوالۍ په اړوند سیمو کي هم درانه تلفات اړولي دي.

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي رسنیو ته وویل ، چي د روانو عملیاتو پر مهال يي وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده دی وايي ورستیو هوايي او مځکنیو بریدونو کي يي شپږ دیرش تنه وسله وال مخالفین وژلي او تر شلو يې ډير ټپیان کړي دي.

4

قوماندان وايي ، امنیتي ځواکونو تر لاسه سپکي او درنې وسلې د وسایلو سره یو ځای رسېدلي دي.

د ده په وینا د عملیاتو لومړی هدف د مارجې او نادعلي د لویو لارو خوندي کول او په شاوخوا سیمو کي امنیتي حالت ډاډمنول دي.

هغه وویل دا عملیات درې ډوله پرمخ ځي لومړی قاطع عملیات دي ، چي هدف يې پخپلو ځایونو کي د مخالفینو ځپل دي او دوهم تصفیوي عملیات دي، چي د سیمي تر نیولو وروسته امنیتي پوستې ځای پر ځای کول دي او درېم ډول مزاحمتي دي، چي دده په قول وسله والو مخالفینو ته مزاحمتونه ایجادوي ترڅو د هغوی لیکي تل پاشلي وې ، او په دې توګه د جګړې توان يي له ماتي سره مخ سي.

5

امنیتي مسولین وايي اوس مهال د نادعلي ولسوالۍ تر بازاره لویه لاره خلاصه ده ، او دغه راز ځواکونه د مارجې پر خوا د تریخ ناور تر دکانونو رسیدلي دي، د هلمند امنیه قوماندان وايي، دوی به د خپلو عملیاتو پلانونو پراساس ګام پرګام پرمختګ کوي او سیمي به نیسي.

خبریال: عبدالریحیم مطمین

2574 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...