د مخابراتو وزارت وايي، د انترنیټ بیه به تر ۸۰ سلني ټیټه کړي

tecnologia

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د جمهور رئيس محمد اشرف غني په سپارښتنه پر یوه داسي پلان کار کوي، چي په هیواد کي د انترنیټي خدماتو بیه ډېره ټیټه سي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وياند نجیب ننګیال وايي، د دې پلان پر اساس به په راتلونکو ۳ میاشتو کي د انترنیټي خدماتو محصول له ۶۰ تر ۸۰ سلنې پورې ټیټ سي.

ښاغلي ننګیال وویل « د جمهور رئيس د فرمان سره سم، چي تېره اوونۍ یې په یوه غونډه کي صادر کړ، موږ پر یوه پلان کار کوو چې پر اساس به یې په ټول هیواد کي د ټولو مخابراتي کمپنیو د انترنیټ خدمات له ۶۰ تر ۸۰ سلنې پوري ټیټ سي

حاضردمه په افغانستان کي د انترنیټ بیه تر اکثرو هیوادونو لوړه ده او کیفیت یې هم له ډېرو ګاونډیو هیوادونو سره د پرتلې وړ نه دی. خو له دې سره سره په افغانستان کي ورځ په ورځ د انترنیټ د کاروونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د معلوماتو له مخي دامهال، ۵ ملیونه افغانان له انترنیټه کار اخلي چې په سلو کي ۱۶ اعشاریه ۶۶ کېږي.

د ملګروملتو د ټیلي کمونیکشن نړیواله اداره وايي چې اوس د نړۍ د ټولو خلکو په سلو کي ۴۷ له انترنیټه کار اخلي او ۳ ملیارده او ۹ سوه ملیونه انسانان لا هم له انترنیټه بې برخې دي.

1115 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

_DSC7263

د کندهار – روزګان ترمنځ د لويي لاري د جوړېدو چاري به ژر بشپړي سي

دغه څرګندوني د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د چهار شنبې په ورځ له دغي ...