د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکو له کندهار والي سره خپلي ستونزي شريکي کړې

AA

د پنجشنبې په ورځ د سپين بولدک ولسوالۍ د شورا غړو او د يادۍ ولسوالۍ د لوی کاريز سيمو اوسېدونکو له کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا سره خپلي ستونزي شريکي کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.

ورغلو کسانو وويل د ولایتي ادارې د ترسره کړو فعاليتونو خوشحاله دي، خو غوښتنه يې کول، چي د بيارغوني او پرمختيايي کارونه دي نور هم چټک او ګړندي سي. هغوی همدارنګه په خپله سيمه کي د روغتيايي مرکز غوښتنه هم وکړل.

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا ورغلو کسانو ته ژمنه ورکړه، چي ستونزي به يې حلوي. هغه وايي جدي هڅي يې پيل کړي، چي د موجوده امکانانو څخه په ګټه اخيستنه د ښار او ټولو ولسواليو د اوسېدونکي ستونزي حل او ښه حکومتولي پياوړه کړي.

خبري څانګه

1395 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...