دمسلمان په جامه کي داسلام دښمنان

ليکوال: عبدالله عارفي

دالله ج دستر کلام ارشاد دی، چي دیوه بیګناه کس وژل داسي دي لکه دټولي نړۍ انسانان، چي ووژنې، خو دوطن سولي، انسانیت او بشریت دښمنانانو تېره ورځ په کابل او غور ولایت کي زموږ په لسګونو مسلمانان دخدای ج په کورکي دلمانځه پر وخت شهیدان کړل، په سپېڅلو ځایونو او بل هر ځای کې د خلکو په نښه کول بشري ضد جنایت او د ټولو اسلامي او بشري ارزښتونو سره خلاف کار ګڼل کېږي او د دغسې جنایتونو عاملین د الله ج لخوا مرتد او ځای به يې جهنم وي .

a

تروریستانو او جنایتکارانو یو ځل بیا خپل پلیت لاسونه د مسلمانو لمونځ کوونکو په وینو ولړل او د کابل په لویدیځ پر امام زمان جومات او په غور ولایت کي يې په یوه مسجد جامع کي دبېلابېلو بریدونو په ترڅ کي زموږ یو شمېر مسلمان هېوادوال د ماښام د لمانځه پرمهال شهیدان او ټپیان کړل.

دمسجد دورانولو او له  مسجد څخه دخلګو دمنع کولو په اړه الله ج په خپل ستر کلام  قران الکریم کي فرمایي: ((و من اظلم ممن منع مساجد الله یذکر فیها اسمه و سعى فى خرابها اولئک ما کان لهم این یدخلوها الا خائفین لهم فى الدنیا خزى و لهم فى الاخره عذاب عظیم)) ترجمه: (هغه چي خلک د خدای په کور ( جومات) کي له عبادت څخه منع کوي هغه تر ټولو غټ ستم کونکی دی او هغه هم تر ټولو غټ ظالم دی چي د خدای دکور د ورانیدو هڅه کوي، دا ډلي د مسلمانانو جوماتونو ته ننوځي بلکه په ځان دي وډار سي ځکه دا ډله به په دنيا کي ذلیله وي او په آخرت کي به يې سخت عذاب په نصیب سي )

v

په داسي حال کي، چي دا جنایتکاران خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره اسلام وسیله ګرځوي اما دوی په عمل کي داپه اثبات رسولې، چي دوی هیڅ ډول اسلامي ارزښتونو ته پابند نه دي او پر بیګناه خلکو په ځانګړي ډول پرلمونځ کوونکو باندي برید کوي، چي دا په خپله د اسلام اوخلګو سره ښکاره دښمني ګڼل کېږي.

دامام زمان پر مسجد باندي دتروريستانو دبرید هدف دمسلمانانو ترمنځ دتفرقې اچول دي، خو موږ په دې باوري یو او په ډاګه ویلای سو، چي تروریستي ډلي به هیڅ وخت خپلو شومو اهدافو ته د تفرقې اچولو په موخه بریالۍ نسي، ځکه ټول هیوادوال اوس ددښمن په شومو اهداف پوه او د تیرو ناکامو هلوځلو په څېر به دا وار هم شرمیدلي او مختوره سي او دالله ج په وړاندي به دخپلو ګناهونو سزا ورګړل سي.

b

تروریستان باید پوه سي چي د دوی جنایتونه او له کرکي ډک اعمال به زموږ په متحده ټولنه کي پایلې ونه لري، ځکه د دې خاوري د هر قوم او مذهب اوسېدونکي د تاریخ په اوږدو کي یو د بل تر څنګ درېدلي او اوس به هم د دښمنانو توطیې په اتحاد او پیوستون خنثی کړي. دتروريستانو او جنایتکارانو داډول حملي هیڅ کله هم دبخښولو نه دي او دوی به دخپلو جنایتونو او نه بخښوونکو اعمالو سره هره ورځ له ټولني شړل کېږي او له نابودۍ پرته بله لاره نه لري او ډېر ژر به دا ټولنه ددوی دناولي وجود څخه پاکه سي.

124 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

Capture

دالقاعده شبکې نوی مشر، که نانځکه؟

ليکوال: محمد عمر وحدت دالقاعده د نړیوالي تروریستي شبکې د مشر اسامه بن لادن دمړني ...