دطالبانو لپاره دسولي ورستی چانس

ليکوال: احمد الله خاورين

طالبانو ته اصلاً یوه لار پاته ده، چي باید دافغان دولت سره سوله وکړي، ځکه د جګړې پاى سوله ده، هيڅ وخت جګړه په جګړه نه ورکيږي، سوله او ثبات دیو شخص نه، بلکي دټول ملت غوښتنه او هدف دی او دسولي مخالفین ددولت پرضد نه، بلکي دټول ملت پرضد جګړه کوي.

_93119088_04915e7c-c0dd-4301-9e0c-f448610645f7

 

تاریخ دا ثابته کړې ده، چي دهري جګړې پای سوله ده، زموږ په ګران هیواد کي چي لسیزي وړاندي جګړه پیل سوې او نه تنها هر افغان وګړي ته يې زیان رسیدلی، بلکي په سیمه او نړي کي يې ډیر څه له منځه وړي  او دا لړۍ لاروانه ده، خو سوال پیداکیږي، چي ترکومه؟

که موږ روان سیاسي او پوځي حالت په دقیق ډول مطالعه کړو، وسله والو او جګړه کوونکو طالبانو ته دوې لاري پاته دي یابه دافغان دولت لخوا داعلان سوي سولې دبهیر سره یوځاي کیږي او یابه له منځه ځي، وسلوال طالبان بايد په دې پوه سي چي د افغان حکومت سره د سولي خبري د هغوی د ږغ اورېدلو يوازينۍ لاره ده.

دهیواد ورانول، پرملکي خلګو بریدونه، دعام المنفعه تاسیساتو ورانول، دماینونو ښخول او د عامو افغانانو وژل، ټول هغه څه دي، چي تاوان يې یوازي ملکي او عامو افغانانو ته رسیږي، چي ددوی داسي اعمال ورځ تربلي دطالبانو په وړاندي دخلګو کرکه زیاتوي او دوی دملت څخه لیري کوي، نوځکه ویلاي سو چي دوی باید د خبرو مېز ته کښېني او پر يوې پرېکړي د حکومت سره ګډ کار وکړي.

د سولي د پروسې سره يو ځاي کېدل د وسلوالو طالبانو لپاره تر ټولو ښه او صحیح انتخاب دی. د طالبانو زيات شمېر قوماندانان د سولي په خبرو بوخت دي او ډېرو عادي طالبانو هم دجګړې څخه لاس اخستی او په خپلو سیمو کي سوله ایز ژوند کوي او یو شمیر قوماندانان بیا ددولت سره یوځای سوي او دوطن په جوړیدو کي ددولت سره یوځاي کارکوي.

نو جګړه کوونکي طالبان بايد په دې اړه ژور فکر وکړي او څونده چي ژر وي، هغومره ژر دي د سولي د پروسې سره يو ځای سي. که وسلوال طالبان دا کار ونه کړي، نو یا به بيخي شاته پاته سي او یا به هم ووژل سي، ځکه کيدای سي داسي وخت راسي چي د سولي لار تړل سوې وي او یا به هم ډېر ناوخته سوی وي.

x

دا هم وګورئ

‎زموږ ظالم دښمن | ‎مینه منګل

ظالم دښمن مو  کلونه کېږي چې موږ افغانان شهیدانوي، کلونه کېږي چې په موږ افغانانو ...