امریکا: که پاکستان د تروریستانو پر ضد اقدام ونه کړي خپله اقدام کوو

FA184849-3C5F-4656-B51D-8E8951A2BE73_w650_r1_s

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، له پاکستاني مشرانو سره په کتنه کې يې هغوی ته وویل که تاسو د تروریستي ډلو پر ضد اقدام نه کوی نو موږ «امریکا» به په بله طریقه د همدې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره خپل تکتیک او ستراتیژي منظمه کړو.

نوموړي ویلي له پاکستاني مشرانو د ده غوښتنې هغوی ته کوم لکچر نه وو بلکي دا واضحه او ګټوري خبري وې او د هغه په خبره موږ باید د خپلو توقعاتو او غوښتنو په اړه واضحه و اوسو.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وویل له پاکستان سره به د امریکا راتلونکي روابط پر دې اساس نه وي چي ووایو اسلام اباد دا کار وکړ بلکي پر دې اساس به وي چې په ریښتیا يې عمل وکړ او کنه.

نوموړي ویلي پاکستاني سیاسونو او پوځي چارواکو ته يې ویلي چې امریکا غواړي له پاکستان سره په مثبته توګه کار وکړي او دا به په اوږود مهاله کې د اسلام اباد په ګټه وي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هدر ناوئرت له پرېس ټرسټ اف انډیا ورځپاڼې سره په مرکه کې د جمعې په ورځ له پاکستاني چارواکو سره د ریکس ټیلرسن د خبرو جزئیات په ډاکه کړي دي.

9021F7B2-4487-48B8-B630-3DDC25D7AD55_w650_r1_s

د ناوئرت په وینا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر له اسلام اباد څخه يې په خپله وروستۍ کتنه کې پاکستاني چارواکو ته وویل چې که پر خپله خاوره د تروریستانو د فعالیت او د هغوی د خوندي پناه ځایونو د له منځه وړلو لپاره پریکنده عمل ونه کړي نو امریکا به په خپله اقدام وکړي.

نوموړې وویل ریکس ټیلرسن د پاکستان مشرانو ته په کلکه وویل چې باید پر خپله خاوره تروریستان او د هغوی خوندي پناه ځایونه له منځه یوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي موږ په وار وار پاکستان ته وویل چې باید پر خپله خاوره د تروریستي ډلو پر ضد کا روکړي.

634 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...