امریکا او روسیه د سپوږمۍ په مدار کي تمځای جوړوي

AAAAAAA

روسیه او امریکا غواړي چي د سپوږمۍ په مدار کي یو فضايي تمځای جوړ کړي څو د نړۍ د مختلفو هیوادونو د فضانوردانو اسانتيا رامنځته سيد دیپ سپېس ګېټ وې (Deep Space Gateway) په نوم دا تمځی به انسان په فضايي چارو کي بوختولو ته لا زیات وهڅوي.

دا تمځی به د سپوږمۍ په مدار کي د راګرځېدو په حال کي وي او په فضا او سپوږمۍ کي به د کشفونو لپاره زیات فرصتونه رامنځته کړي. د دغه تمځي د جوړولو کار به په ۲۰۲۲ کي پیل او په ۲۰۲۴ کي بشپړ سي.

دا تمځی به هم د نړیوال فضايي سټېشن په شان وي چي د مځکې په مدار کي دی او د بېلابېلو هیوادونو فضانوردان ورځي. ویل سوي چي د بریکس ټولني ځینې غړي هیوادونه لکه هند، برازیل، او جنوبي افریقا به هم په دې پروژه کي ونډه واخلي.

305 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...