اطلاعاتو او کلتور ریاست په هیواد کي د وروستیو پيښو د قربانیانو لپاره د قران الکريم ختمونه وکړل

د پنج شنبې په ورځ د کندهار په اطلاعاتو او کلتور رياست کي د هیواد د وروستیو خونړیو او ترهګریزو پيښو د قربانیانو د شهادت، د زخمیانو د عاجلي او کاملي روغتیا او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د چارو د بیا عادي پيل په موخه د قران الکريم ختم او دوعاګاني وسوې او د الله تعالی د عظیم درباره په هیواد کي د جنګ جګړو د ژر ختمیدو او دايمي سولي راتلو لپاره د دوعا لاسونه لپه سول.

AA

د پنج شنبې په ورځ په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کي د ولایت مقام مرستیال والي عبدالحنان منیب د اطلاعاتو فرهنګ، علماوو شورا، قومونو قبایلو او سرحداتو چارو رئيسانو، دیني علماوو، ځوانانو او مدني فعالانو د هیواد د وروستیو ترهګریزو او خونړیو پيښو د قربانیانو او د اطلاعلاتو او فرهنګ ریاست د چارو د بیا عادي پيلیدو په موخه د قران الکریم ختم وکړ.

ګدونوالو په هیواد کي د جنګ جګړو د ژر ختمیدو او په هیواد کي د دایمي سولي راتلو لپاره دعاګاني وکړې او دغه راز يې په هیواد کي د وروستیو ترهګریزو پيښو پر مهال ټولو شهيدانو سوو سرتیرو او عامو خلکو ته جنتونه او  ژوبلو کسانو ته د ژر او کاملي روغتيا هيله وکړه.

د قرآن کريم د ختم په دغه مراسمو کي مرستيال والي عبدالحنان منيب دغه راز په ټول هيواد کي د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو هڅي د دښمن په وړاندي وستايلې او افغان ځواکونو ته يې د لابريا هيله وښوده.

ښاغلي منيب د اطلاعاتو او کلتور د نوي سرپرست څخه هیله وښوده، چي په ټوليزه توګه به د اطلاعاتو او کلتور ریاست د چارو په سمبالتیا او پرمختګ راوستلو کي د ځانه پوره وړتیا وښيي تر څو د اطلاعاتو د چټکتیا او پراختیا په شمول د  فرهنګ په برخه کي، چي څنګه ضرورت دي په هغه سطحه کندهار او کندهاري فرهنګ ته کار وکړي.

دا پداسي حال کي ده، چي په هیواد کي د وروستیو ترهګریزو پيښو د قربانیانو لپاره د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کي د دولتي مسؤلینو او عامو ولسونو له لوري د پنج شنبې په ورځ د قرانکریم ختمونه وسول.

راپور: احمد بهير احمدي

1917 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...