کندهار پوهنتون ته د نورو ولايتونو څخه بريالي سوي محصلين ليليه غواړي

دغه ښځينه محصلين چي تر ۲۲۰ تنې زياتي دي د کابل، هرات او نورو ولايتونو څخه د کندهار پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ته بريالي سوي دي. د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت مير توتاخېل وايي، تېر کال يې ۳۰ تنو انجونو ته د استادانو ليليه ورکړې وه، ځکه چي په پوهنتون کي د محصلينو لپاره ليليه نه لري. هغه وايي د ليليې د نشتون له امله د لوړو زده کړو وزارت د لوري ليليه محصلينو ته  بديل اعاشه ورکول کيږي.

AAA

د سه شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي ګڼ شمېر ښځينه محصليني راټولي سوي وې او د پوهنتون له ادارې يې د اوسېدلو لپاره د ليليې غوښتنه کول. دغه محصليني چي ټولي د نورو ولايتونو دي د کانکور د ازمويني له لاري د کندهار پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ته بريالي سوي دي.

محصليني وايي، تېر کال پوهنتون ۳۰ تنو انجونو ته ځای ورکړی وو، خو سږ کال چي د برياليو انجونو شمېر زيات سوی ليليه نه لري، دوی غوښتنه کوي، که پوهنتون ليليه نه ورکوي، نو خپلو ولايتونو ته دي د تبديلۍ امر ورکړي.

A

د محصلينو دغه ستونزه مو د کندهار پوهنتون له رئيس ډاکټر حضرت ميرتوتاخېل سره شريکه کړه، هغه وايي، تېر کال يې ۳۰ تنو ښځينه محصلينو ته د مسافرو استادانو ليليه ورکړې وه، اما سږ کال د محصلينو دا شمېره تر ۲۲۰ لا هم زياتېږي او دوی نسي کولای چي د ليليې امکانات ورته برابر کړي.

ښاغلی توتاخېل وايي، په پلان کي لري، څو د راتلونکي کال لپاره د ۱۰۰۰ تنو محصلينو لپاره ليله جوړه کړي، خو د اوس لپاره د ليليې په برخه کي هيڅ ډول امکانات نه لري. هغه وايي د ليليې د نشتون له امله د لوړو زده کړو وزارت د لوري ليليه محصلينو ته  بديل اعاشه ورکول کيږي. د پوهنتون رئيس د محصلينود تبديلۍ په برخه کي وايي، چي د لوړو زده کړو وزارت د محصلينو تبديلۍ بندي کړي او هيڅ محصيل نه سي کولای، چي خپل او يا هم بل ولايت ته تبديلي وکړي. نوموړی وايي، کندهار پوهنتون د ټول هيواد د محصلينو په خدمت کي دئ او هر څوک کولای سي، چي دلته شرايطو او امکاناتو ته په کتو لوړي زده کړي وکړي.

AA

دامهال په کندهار پوهنتون کي په زرهاوو محصلين زده کړي کوي په دغه محصلينو کي زيات شمېر د نورو ولايتونو کسان هم سته، خو د کندهارپوهنتون اداره ټولو ته د ليليې په بدل کي  بديل اعاشه ورکوي.

راپور: روزالدين ايازي

361 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...