په کندهار کي د افغانستان لاس موټرانو د اسنادو د وېش لړۍ پیل سوه

د ترافیکو مدیریت مسؤلین وایي، د اسنادو د ورکولو دغه لړۍ به تر درو میاشتو پوري دوام ولري، ترڅو ټول هغه موټران، چي دافغانستان لاس وي قانوني اسناد ترلاسه کړي. بلخوا هغه کسان، چي دخپلو موټرانو لپاره قانوني اسناد ترلاسه کوي خوښ دي؛ په وينايې نوربه په قانوني ډول په خپل موټر کي تګ او راتګ کوي.

A

په هيواد کي دکانټېنري موټرانو ترڅنګ دهغه موټرانو شمېر هم زرګونو ته رسيږي، چي لاس يې قانوني دی ولي چلول يې ځکه غير قانوني بلل کيږي، چي اسناد نه لري. د افغانستان د امنیت شورا په خپل تازه ګام کي د دې موټرانو دقانوني ګرځلاو لپاره يوه مسوبه تصویب کړه، چي په مټ به يې ټولو هغه موټرانو ته قانوني اسناد ورکول سي، چي دافغانستان لاس وي، خو تر اوسه قانوني اسناد ونه لري.

د کندهار ترافیکو مدیر محمد الله خان دکندهار ملي راډيو تلویزیون خبريال ته وویل د امنیت شورا د ۸۹ یمي مسوبې پر اساس به ټولو هغه چپه لاس موټرونو ته د شپږو میاشتو لپاره موقت اسناد ورکول سي، چي تر دې مهال بې اسناده وه. هغه وویل ديادوموقتو اسنادو دوېش پروسه یې د دوشنبې له ورځي پیل کړه، چي په وینا یې دغه لړۍ به درې میاشتي دوام وکړي. ښاغلي محمدالله خان په خپلو خبرو کي وويل، یاد ډول موټرانو ته د اسنادو د ورکولو په وخت کي د موټر مالک بایومتریک سیسټم ته داخلیږي او د خاصو شرایطو وروسته ورته اسناد ورکول کیږي .

AA

نوموړي زیاته کړه هغه موټران، چي راسته لاس وي او په افغانستان کي قانوني د چلند حق ونه لری و به درول سي او هغه موټران، چي اوس ورته موقت اسناد ورکول کیږي د شپږو میاشتو وروسته به ګمرک ته محصول تحویلوي او وروسته به ورته دایمي اسناد ورکول سي.

بلخوا د موټرانو مالکین خوښ وه، چي موټرانو ته یې د اسنادو دوېش پروسه پیل سوه. دوی ویل مخکي يې نه سوای کولای، چي بېله اسنادو په خپل موټر کي ګاونډيو ولايتونو ته سفر وکړي او هم به دخپل ښار په داخل کي جريمه ورکول کېده، خونور به ديادو اسنادو په ترلاسه کولو سره له دې ستونزو خلاص سي.

AAA

دامنيت شورا په حکم دافغانستان لاس موټرانو ته په داسي حال کي داسنادو دوېش پروسه پيل سوه، چي هم مهاله دپنځه کلن موقت اسنادو درلودونکو موټرانو قانوني وخت پوره سوی اود امنيت شورا د مسوبې پر اساس يې بايد په ګرځلاو بنديزولګيږي.

راپور: احمد شاه شاداب

7494 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...