په کارابین غوره لیګ سیالیو کي راشدخان تاريخ جوړ کی

د کارابین کرېکټ غوره لیګ سیالیو کي ځوان راشد خان تاریخ جوړ کړ او په لومړي ځل یې هیټرک وکړدا نه يوازي په سي پي ال کي لومړنی هیټرېک دی، بلکي د راشد خان هم لومړنی هېټرېک دیراشد خان وتوانېد چي د سیالۍ لوبډلي درې لوبغاړي پرله پسې وسوځوي.

AA

راشد خان چي د ګواینا امازون لوبډلي لپاره لوبیږي د چهار شنبې په ماښام یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او درې واړه لوبغاړي یې مخامخ بولډ اوټ کړل.

سیالي لوبډلي ۱۶۸ مڼدي جوړي کړي وې چي ۳۲ یې یواځي راشد خان په څلورو اورونو کي ورکړي وې.

د دوی د لوبډلي ویکټ ساتونکي رونچي بیا ښه توپ وهنه وکړه او د پنځو شپږیزو او پنځو څلوریزو پر مټ یې اویا منډې جوړي کړې چي له راشد خان سره یې یو ځای د خپلې لوبډلي بریا ته په رسولو کي ښه مرسته وکړه.

تر ای پي ایل سیالیو وروسته اوس په پي سي ایل یا کاربین سیالیو کي هم د افغان لوبغاړو راشد خان او محمد نبي نومونه د رسنیو او کرېکټ مینه والو ترمنځ ډېر یادیږي.

د هند کرېکټ په غوره لیګ سیالیو کي هم راشد خان او محمد نبي ښې لوبي نندارې ته وړاندي کړې چي په وروستیو کي محمد نبي ته سویس آرمي او راشد خان ته د لوبي بدلونکي یا ګیم چنجر جایزې ورکول سوې.

746 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...