وسله وال مخالفین دخلګو څخه دسپر په توګه کار اخلي

ليکنه: عبدالله وحدت

که څه هم ددولت وسله وال مخالفین ورځ په ورځ کمزوري او د شاتګ  په حال کي دي، خو بیا هم کوښښ کوي، چي دبیګناه خلګو په وژلو او ځورولو سره خپل مجودیت ثابت کړي.

3B4303FF-878F-4DAB-BCDA-C8CC2264AD66_w640_r1_s

دوی دوطن دبربادۍ او دعامو خلګو د وژلو لپاره هر وخت دپردیو استخباراتو په لارښونه د ډول ډول تکتیکونو څخه کاراخلي، ګاهي دخلګو کورونه دسنګر په ډول کاروي، ګاهي دسړک، پلونو، مکتب او یا نورو عام المنفعه ځایونو په ورانولو سره په خلګو کي وېره او کرکه رامنځ ته کوي، ترڅو له یوې خوا خلګ وويروي او له بلي خوا دخپلو بادارانو څخه توښه ترلاسه کړي، خو اوس دعامو خلګو د وژلو لپاره دنوي تکتیک څخه کار اخلي هغه دا چي دافغان او بهرنیو پوځي ځواکونو پر کتارونو باندي دبرید په خاطر ملکي خلک دځان سپر ګرځوي او عام خلګ مجبوروي، چي خپل شخصي موټرونه د امنیتي ځواکونو سره ټکر او ترافیکي پېښه رامنځ کړي او په دې سره کله چي خلګ راټول سي او دخلګو دګڼه ګوڼي څخه په استفاده ځانمرګي بریدونه وکړي، چي په دې سره بیا هم ټوله زیان او تباهي ملکي خلګو ته رسیږي او په دې کي ښځي او ماشومان شهیدان او دوی ته بیا دا بهانه پلاس ورسي، چي و امنیتي  ځواکونو ته مو دومره تلفات اړولي او هغه په حقیقت کي ټوله ملکي بیګناه اوسیدونکي وي، خو زموږ توصیه خلګو ته داده، چي کوښښ دي وکړي، چي په ښار او ولسوالیو کي د افغان او بهرنیو امنیتي ځواکونو کتارونو ته ځانونه نیژدې نه کړي او نه دي هم خپل موټرونه د امنیتي ځواکونو دموټرونو منځ ته ور داخل کړي، چي بیا خدای مکړه پېښه رامنځته کیږي او زیان يې ډير وخت دوی ته رسیږي.

په روانه جګړه کي تر ډېره ملت ځپل کېږي، هره ورځ د غم ټغر او په هر کلي او ښار کي فريادونه دي او د رواني جګړې څخه خلک کړېږي. ددولت وسله وال مخالفین بايد انساني او بشري حقونو ته درناوى وکړي، خلک نور متضرر نه کړي، د خلکو د هستوګن ځايونو څخه سنګرونه جوړ نه کړي، بې ګناه خلک يرغمل نه کړي، ښځي، ماشومان، ډاکټران، انجنيران، پوهان، عالمان او د ښوونځيو استادان نور شهيدان نه کړي، عام المنفعه تاسيسات د اور خوراک نه کړي.

د رواني جګړې د سون اصلي توکي ولسي وګړي دي، خو بيا هم د ګاونډيانو د خوشحالۍ په خاطر د افغانانو د عامه قتل وقتال او دربدرۍ پروا نه لري، ددولت وسله وال مخالفین د ملت هيڅ پروا نه لري، دوی د پردیو د خوشحاله کولو په خاطر افغان ملت له منځه وړي.

د هر محارب او غير محارب افغان پر سر د خپلو مشرانو څخه کريډيت اخلي، د پردیو هره فتوا دلته عملي کوي او دوی باید د پوه سي، چي د افغان معصوم او بېچاره ملت وينه هم نوره هاضمه نه لري. اوس ټول افغانان په دې متفق دي، چي د طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو  جګړه د پاکستان او ايران په څېر د ګاونډيو هيوادونو د ګټو د خونديتوب جګړه ده او ددې جګړې ابزار يوازي او يوازي د افغانستان بېګناه ولسي وګړي دي، نو راسئ جګړه بس کړئ او نور خپل هيوادوال مهاجرت او دربدرۍ څخه وساتئ، ځکه چي د جګړې پاى سوله ده، نو بايد سولي ته ترجېح ورکړل سي او نور د پرديو د ګټو لپاره روان جنګ ختم کړل سي.

1366 ټول کتل سوی شمېر 4 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

home-remedies-for-sick-children-sl-rest-is-best

په نړۍ کي هره ورځ ۷ زره ماشومان مري

ملګري ملتونه په یوه راپور کي وایي چي هره ورځ په نړۍ کي اووه زره ...