وسله وال طالبان دبشپړ زوال په حال کي

ليکنه: عصمت الله عثماني

که څه هم دطالبانو تر منځ اختلاف، دقدرت پرسر شخړي او یو بل ته بد رد ویل کومه نوې خبره نه ده، خو په دې ورستیو کي ددوی اختلاف خپل اوج ته رسیدلی، له هغه وروسته، چي دطالبانو مخکني مشران ملا محمد عمر او ملا منصور یو په بل پسي مړه سول، طالب مشرانو د هغو دځای ناستي پرسر پر ډلو او وړو ګروپونو وویشل سول.

دملامحمد عمر تر مرګ وروسته ملامنصور او ملا رسول تر خونړيو جګړو وروسته سره جلا او یو بل يې دپردیو لاس پوڅي وبلل او د  طالبانو په منځ کي خپل منځي نښتو دومره زور واخیست چي خپلي و تلي څيرې لکه دادالله منصور او ځينې نور يې په ډيره بې رحمۍ سره و وژل او د هرات، فراه او زابل په ډيرو سیمو کي اوس هم ډک زړه طالبان يو بل ته موکه ګوري او ترننه دیو بل په مقابل کي په وسله واله جګړه بوخت دي.

همدا ډول دملامنصور تر مرګ وروسته، چي کله ملا هبت الله قدرت ته ورسید هم ډېرو طالب مشرانو دهغه دټاکني سره مخالفت اعلان کړ او هغه يې یو نا اهله مشر وباله، خو مخکي د ملا منصور ډلي دنوي مشر دغندني په اړه یوڅه د احتیاط څخه کار اخیست، خو اوس هر څه چي يې  په زړه کي وه په ډاګه کړل، چي  په دې وروستیو کي (دملامنصور دهمسنګرانو) په نامه دلوی اختر دمبارکۍ په پيغام کي، چي څه خپاره سوي دا په ډاګه کوي، چي دطالبانو ډله نور دلمنځه تلو په حال کي ده.

21397163_10155836978573901_1470616077_n

په پیغام کي تر مبارکۍ وروسته دطالبانو په رهبري کي موجودو ستونزو ته اشاره سوې وه، چي وايي ((متاسفانه په دي باید اعتراف وکړو، چي له هغه وخت راپدې خوا، چي دطالبانو زعامت وشیخ هيبت الله اخندزاده ته سپارل سوی، اسلامي امارت په داخلي، سیمه ایزه او نړیواله کچه له مشکلاتو سره مخ سوی او د ډېرو پخوانیو اسلامي هېوادونو او خیریه ټولنو ملاتړ يې له لاسه ورکړی، چي له امله يې داسلامي امارت مجاهدینو پرلیکو مستقیم منفي تاثیر کړی او اسلامي امارت په مجموع کي له اقتصادي ستونزو سره مخامخ سوی، حتی ځيني مجاهدین دې ته اړ سوي، چي داسلامي امارت لیکي پریږدي او د داعش تکفیري ډلي او نورو احزابو سره یوځاي سي، چي دا د شیخ هيبت الله دضعیفې رهبرۍ بیلګه ده ))

په پیغام کي دنورو مسایلو ترڅنګ دا هم ویلي سوي، چي دهيبت الله دضعیفي رهبرۍ له امله دطالبانو ترمنځ داخلي اختلافات ورځ تر بلي زیات سوي، د خیریه ټولونو او یوشمیر اسلامي هېوادونو مرستي قطع سوي، سعودي عربستان پر طالبانو شدید انتقادونه کړي او  له اسلامي امارت سره دمرستو او همکارۍ څخه لاس په سر سوی.

21397021_10155836978468901_1268404356_n

په پیغام کي دامریکا دمتحده ایالاتو ورستۍ ستراتیژۍ ته، چي دافغانستان ، پاکستان او منځنۍ اسیا په هکله يې اعلان کړې اشاره سوې او وايي، چي امریکا خپل اکثره سرتيري له افغانستانه و ایستل، خو دطالبانو  زعامت دخپل ضعیفي پالیسۍ له امله ددې دریځ څخه استفاده ونکړه او اوس امریکا غواړي، چي نور سرتیري افغانستان ته راولیږي.

د پیغام په اخير کي دعلماوو څخه غوښتنه سوې، چي ملاهيبت الله دې ته راضي کړي، چي دزعامت څخه لاس په سر سي که نه د اخطار په ډول وايي، چي موږ مجبور یو، چي دهغه په هکله خپله تصمیم ونیسو.

نو ددې اعلاميې متن ته په کتو ویلاي سو، چي د وسله والو طالبانو ډله نوره د انزوا په حال کي ده او ورځ تر بلي ضعیفه کیږي، هره ډله ځان ته تګلاره لري، په ټولو ګروپونو کي يې چور او چپاول شروع دئ، د ملت شتمني هم د ځان حق ګڼي او بيت المال يې هم په هر ځاى کي غارت کړى. د دوى تر منځ هم د قدرت او منافعو پر سر کشمکش روان دی او اکثره طالبان دخپلو مشرانو په اصلیت پوه سوي او دجګړې څخه لاس په سر سوي.

AA

اوس  طالبان په دې پوهیږي، چي مشران يې دقدرت او پيسو پر سر دیو بل سره په رقابت او جګړه بوخت دي او اکثره مشران يې دخپلو شتمنیو او ځانونو دپټولو په لټه کي دي، چي دحقیقت په پوهیدو سره زیات شمېر طالبانو هم دجګړې څخه لاس اخستی او عادي ژوند يې پیل کړی دی، چي ښه بیلګه يې دطالبانو د رهبرۍ هغه ۱۶ تنه دي، چي دکوټي څخه دکندهار ولایت ته راستانه سوي او خپل عادي ژوند يې پیل کړی او ددولت لخوا هم دهر اړخیز امنیت او هوسایني برابرولو ډاډ ورکړی. په اخر کي ویلاي سو، چي ټولو طالبان ته په کار ده، څو دجنګ جګړو څخه لاس واخلي او دخپلو خلګو تر څنګ بیرته خپل عادي ژوند پیل کړي او دهیواد دبربادۍ پرځاي دخپل وطن په سمسورتیا او پرمختګ کي رغنده ونډه واخلي.

دیوې داسي ورځي په هيله.

2650 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...