ميوند اتلانو لوبډلي دطوفان هريرود ته ماته ورکړه

د افغانستان دفوټبال غوره ليک د شپږم پړاو سياليو په دوهمه لوبه کي دميوند اتلانو فوټبال لوبډلي طوفان هريرود ته څلور د دوه په مقابل کي ماته ورکړه. دالوبه، چي دجعمې په ورځ دکابل په نړيوال لوبغالي کي وسوه؛ د لومړۍ نيمايي په پنځمه دقيقه کي دطوفان هريرود لوبغاړو اوله ګول وهنه وکړه. لوبه په داغه نتيجه روانه وه، چي په اوومه دقيقه کي پرطوفان هريرود ميوند اتلانو لوبډلي لخوا کارنر ووهل سو، چي دسيالي لوبډلي لوبغاړي علي رضا په خپله ګول کړ.

21369175_1136909909744035_7337768740646218317_n

لوبه يو په يو مساوي روانه وه، چي په اوولسمه دقيقه کي دميوند اتلانو لوبغاړي امرالدين شريفي يوښه ګول وهنه وکړه. دالوبه نورهم جذابه سوه، چي د دوهمي نيمايي په نهه څلوېښتمه دقيقه کي دطوفان هريرود بل لوبغاړي غلام سخي اسحاقزي ميوند اتلانو ته ګول ورکړ.

دلوبي په دوپنځوسمه دقيقه کي بيا دميوند اتلانو بل لوبغاړي فردين حکيمي د درېيم ګول لپاره دسيالي لوبډلي دروازه خلاصه کړه.

لوبه په دوهمه نيمايي کي درې د دوه په مقابل کي مساوي روانه وه، چي د ميوند اتلانو لوبغاړي امرالدين شريفي له ډېرليري څخه پر سيالي لوبډلي يوښه بال شوټ کړ او دخپلي لوبډلي لپاره يې دوهمه ګول وهنه، چي لوبه  څلور د دوه په مقابل کي دميوند اتلانو دلوبډلي په ګټه پای ته ورسېدل.

پاته دي نه وي، چي دميوند اتلانو دلوبي په برياکي د دې لوبډلي دګول ساتونکي حميدالله وکيلي هڅي هم دستايني وړدي، چي دزياتو ګولونو مخه يې ونيول.

راپور: ولي محمد انوري

529 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...