د کندهار د پولیسو لپاره د سټاپ کالج د لوړو زده کړو څانګه فعاله سوه

د کندهار پولیسو لپاره د سټاپ کالج د لوړو زده کړو څانګه فعاله سوه چي له لاري به یې د پولیسو په لیکو کي د دولسم صنف فارغینو ته د ليسانس تر کچي زده کړي ورکول سي.

دلوړو زده کړو د دغه څانګي له لوري به پولیسو ته حقوقي ، سیاسي او نظامي برخو کي زده کړي ورکول سي.

بل لوري ته هغه پولیس چي د لوړو زده کړو لپاره یې د کانکور امتحان ورکوی خوښ وه او زیاتول یې چي د لوړو زده کړو د تر لاسه کولو وروسته به د پولیسو په لیکو کي لا هم اصلاحات راسي.

د کندهار هغه پولیسو ته چي د دولسم صنف څخه فارغ دي او هم مهال په وظیفه بوخت دي د کورنیو چارو وزارت له لوري ورته د لوړو زده کړو پوهنځي فعاله سوه.

6

ددې پوهنځي لپاره د کندهار په امنیه قومنداني کي د ۳۵۰ تنه پولیسو څخه د کانکور امتحان واخیستل سو، چي پر مهال یې د کورنیو چارو وزارت څخه د سټاپ کالج رئیس پوهندوی مل پاسوال فضل محمد صمدیار، ددې پوهنتون استادانو، په مرکز کي د تعلیم او تربېې عمومي قومندان سمونوال عزت، د کندهار ډپارټمنټ قومندان ماسټر سمونیار نظیف الله بارکزي او د سټاپ کالج د پلان مدیریت غړي سمونوال عبدالکریم ګډون کړي وو.

5

د سټاپ کالج استاد پوهنمل سمونوال اسحاق علیزي وویل چي د پولیسو لپاره د افغانستان په څلورو زونونو کي د لوړو زده کړو ډپارټمنټونه فعاله وه چي اوس یې د کندهار او جنوب غرب حوزې د پولیسو لپاره هم ددې پوهنتون څانګه پرانیستل.

ښاغلي علیزي وويل چي ټول هغه پولیس چي تر دولسم صنف پوري یې زده کړي کړي وي او هم مهاله وظیفه تر سره کوي کولای سي چي په دې پوهنتون کي په حقوقي ، سیاسي او نظامي برخو کي د لیسانس تر کچي زده کړي وکړي.

3

دې ته ورته د کندهار د امنیه قومنداني د امنیت امر پاسوال رحمت الله اطرافي پولیسو ته په خبرو کي وویل چي هر کس باید کوښښ وکړي او ددې طلایی چانس څخه په ښه ډول ګټه پورته کړي.

ښاغلي اطرافي زیاته کړه چي د کانکور ازموینه د ډیري شفافي پروسې له لاري اخیستل کیږي او هم هغه کسانو ګډون پکښي کړی دی چي د لوړو زده کړو لپاره پوره اماده دي.

بل لوري هغه پولیسو چي په یاد کانکور امتحان کي یې ګډون کړي وو خوښ ښکاریده او زیاتول یې چي د لوړو زده ګړو ترلاسه کول ورته ښه چانس دی.

4

دوی زیاته کړه هغه پولیس چي غواړي لوړي زده کړي تر لاسه کړي باید په ښه ډول سره زده کړي وکړي تر څو د پولیسو په لیکو کي په راتلوونکي کي لاهم ښه والی راسي.

هیره دي نه وي چي پولیس کولای سي چي د خپلي وظيفې تر څنګ په غیري رسمي وخت کي پوهنتون ته ولاړ سي او هلته لوړي زده کړي تر لاسه کړي.

خبریال: احمدشاه شاداب

1887 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (41)

کندهار او روزګان ولايتونو کي ۶۵ وسله وال طالبان وژل سوي او زيات شمېر يې ټپيان سوي

امنیتي چارواکي وايي،چي د کندهار په ميوند او ژړۍ ولسوالیو کي د عملياتو پر مهال ...