د څه کم لس میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰ بابه ښوونځیو دترمیم چاري پیل سوې

د ښوونځیو د ترمیم چاري د سه شنبې په ورځ د سیدجمال الدین افغان ښوونځی څخه پیل سوې،چي دکندهار دمرستیال والي عبدالحنان منیب او دپوهني د رئیس انجنېر عبدالقادرپیوستون لخوا رسما پرانستل سوې.

مرستیال والي وویل،ولایتي اداره دپوهني دښوالي لپاره زیاتي هلي ځلي کوي او تمه ده،چي سږکال به دپوهني وزارت  په همکارۍ دښوونځیو د فرش او قرطاسیې ستونزه هم حل سي.

دکندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب د رسنیو سره خبرو کي وویل،چي دپوهني ریاست په پرمختياي بودجه سره د ۲۰ ښوونځیو دبیاځلي جوړیدو چاري پیل سوې.

21743337_1438418326254727_661796066930068844_n

ښاغلي منیب وویل،چي په ښار او لسوالیو کي دهغو ښوونځیو دبیاځلي ترمیم چاري پیل سوې،چي زیاته اړتیا ورته وه.

دهغه په خبره،ددي ترڅنګ به سږ کال د ښوونځیو د فرشونو او قرطاسيې ستونزه هم حل سي او په خبره يي تمه ده،چي دپوهني وزارت دیادي ستونزي دحل لپاره پوهني ریاست ته ۶ میلیونه افغانۍ ورکړي.

دکندهار دپوهني رئیس انجنېر عبدالقادرپیوستون وویل،چي دیادو ښوونځیو ترمیم به د څه کم لس میلیونه افغانۍ په لګښت وسی او په خبره يي دغه لګښت د پوهني ریاست د انکشافي بودجې څخه ورکول کیږي.

دهغه په خبره،ددې ترڅنګ به سږکال دزیات شمیر نوي ښوونځیو د جوړیدو چاري په ښار او لسوالیو کي هم پیل سي، چي له ډلي به يې یوازي ۱۲ بابه ابتدائيه ښوونځي په ښار کي جوړي سي.

21728159_1438418142921412_7975747995703476277_n

ښاغلي پیوستون زیاته کړي،چي د منځنۍ دورې زده کوونکو لپاره هیڅ کتاب نلري او  په وینا يي،چي مرکزي ادارې ډاډ ورکړي،چي دغه ستونزه راتلونکي یوه میاشت کي ورته حل کړي.

دکندهار دپوهني ریاست مسؤلین وايي،سږکال به ۴۰ زره نوي زده کوونکي ښوونځیو کي شامل کړي.

دهغوئ په خبره،دیادو زده کوونکو لپاره به ۴۷  نوي ښوونځي په ښار او ولسوالیو کي پرانستل سي،چي له جملي به يي په کم شمیر زاړه بند ښوونځي وي.

خبریال: عبدالقاهرپیوستون

3459 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...