د ناوې ولسوالۍ د ۲۳ کیلومتره کنډکپر سړک بیارغونه پیل سوې

د ټولګټو چارو رئیس وايي دا سړک د وسله والو مخالفینو له خوا ورستیو جګړو کي د ماینونو په وسیله ویجاړ سوی و ، چي اوس مهال د ښاروالۍ او فوایدي عامې ریاست پخپله بودیجه بیا له سره رغول کیږي.

له بلي خوا د سیمي اوسېدونکي د دولت له دې اقدامه هرکلی او وايي که سړک يي جوړ سي ، نو ګڼي ستونزي به يې حل سي.

له تیر یوه کال راهیسي د ناوې ولسوالۍ دا سړک د وسله والو مخالفینو له خوا تړل سوی و ، او په ګڼ شمېر ځایونو کي يې ماینونه ښخ سوي وه ، د دې معیاري سړک پلچکونه په ځیني ځایونو کي وران سوي وه ، او د ماین چاودنو له امله هم د سړک ډيري برخي وراني سوي وې.

2

اوس چي ناوه ولسوالۍ بیرته د دولت له خوا ونیول سول ، نو سمدستي د ټولګټو چارو او ښاروالۍ ریاستونو دغلته د بیارغوني چاري پیل کړي.

دا نږدې ۲۳ کیلومتره سړک دی ، چي د ماین ښخولو پر مهال طالبانو پکښي غارونه جوړ کړي دي ، په ځینو ځایونو کي پلونه او پلچکونه هم خراب سوي دي ، چي رغونه يي له سره کار غواړي.

د ټولګټو چارو رئیس اهل الله عبیدي وايي ، دوی به هڅه وکړي ، چي سړک بیرته د پخواني حالت پر ډول ورغوي ، او ځايې اوسیدونکو ته بیا هغه پخوانی اسانتیا برابره کړي.

د سیمي اوسیدونکي او موټر چلونکي ډېر خوښ دي او د دغه اقدام هر کلی کوي ، دوی وايي له دولت څخه غواړي ، چي په ټولو سیمو کي بیرته د پخوا پر ډول کارونه پیل کړي ، او خلکو ته اسانتیاوي برابري کړي.

1

د ناوې ولسوال سراج الدین سرحدي وايي : دوی به د دې سړک ترڅنګ د ناوې ولسوالۍ دولتي ودانۍ ،روغتونونه او ټول هغه عامه تاسیسات بیا جوړ کړي ، چي طالبانو په دې یوه کال کي وران کړي وه.

د سیمي قومي او بانفوذ مشران د دولت د دې کار هر کلی کوي ، او وايي د امنیت ترڅنګ به يي په ټولو ملکي او پرمختیايي چارو کي مرسته او همکاري وکړي.

ځايې اوسیدونکي وايي ، له کله چي سیمي ته دولت راغلی دی ، په خلکو کي نوې ساه چلیدلې ده او هغوی د ازادي احساس کړی دی.

د یادوني وړده چي ، د ناوې ولسوالۍ له ټولو سیمو اوس مهال وسله وال مخالفین شړل سوي دي ، او پر ځای  امنیتي پوستو د جوړوني او د پولیسو د تشکیلاتو او تجهیزاتو د ډېرولو هڅي رواني دي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

806 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...