د مسلح قواوو لوی درستيز د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه ليدنه وکړه

د دوشنبې په ورځ د ملي دفاع وزارت لوی درستيز ډګر جنرال محمد شريف یفتلي او د ستر درستيز قرارګاه ځيني رئیسانو د جنوبي حوزې د امنيتي حالت د ارزیابۍ او د شته امنیتي ستونزو د حل په موخه کندهار ته سفر وکړ .

راغلي لوړ پوړي نظامي پلاوي په جنوبي حوزه کي وسلوال مخالفين د ماتي سره مخ وبلل او زياته يې کړه، چي د ۲۰۵ اتل قول اردو د ښې رهبرۍ او مديريت په نتیجه کي امنیتي ځواکونو د دښمن په وړاندي د د فاعي حالت څخه تعرضي حالت اختيار کړي او ګڼي لاسته راوړني هم لري.

A

د دوشنبې په ورځ د ملي دفاع وزارت لوی درستيز ډګر جنرال محمد شريف یفتلي او ورسره مل لوړ پوړي نظامي پلاوي ۲۰۵ اتل قول اردو ته د سفر پر مهال لومړی د شهيد د اوونۍ په مناسبت د ۲۰۵ اتل قول اردو د شهيدانو سوو سرتیرو څلي ته د ګلو ګيډي کښيښوده او د مسلح قواوو په ليکو کي د ټولو شهيدانو سوو سرتیرو میړانه، شجاعت او د وطن څخه دفاع وستایل.

وروسته راغلي پلاوي د يادي قول اردو په جوړه سوې غونډه کي ګډون وکړ او د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان تورن جنرال امام نظر بهبود راغلي پلاوي ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته وويل، چي په ۱۳۹۶ کال کي يې په جنوبي حوزه کي وسلوال ترهګر د سختي ماتي سره مخ کړي دي او په وينا يي، چي دا مهال يې ځواکونو د ترهګرو په وړاندي د دفاعي حالت څخه تعرضي حالت اختيار کړي دي او پر مهال يې وسلوالو ته زیات ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

AA

د ښاغلي بهبود په خبره سرتیري يې په ډیر لوړ مرال د هيواد او خلکو څخه د دفاع په موخه جنګيږي او په وینا يې تر راتلونکي ژمي پوري به وسلوال ترهګر د سختي ماتي سره مخ کړي.

په ورته وخت کي د ملي دفاع وزارت عقيدتي او فرهنګي رئيس تورن جنرال محمد امين نصیب د اتل قول اردو مسؤلینو او سرتیرو ته په وینا کي وويل، چي ۲۰۵ اتل قول اردو ته يې په دې موخه سفر کړی تر څو د جنوب لویديځي حوزې په سطحه د امنيتي وضعيت ارزيابي وکړي او تر څنګ يې د وطن، خاوري او خلکو څخه د دفاع په لار کي د شهیدانو سوو سرتیرو د قربانيو ستاينه وکړو.

AAA

وروسته د ملي دفاع وزارت د مسلح قواوو لوی درستیز ډګر جنرال محمد شريف یفتلي پخپلو خبرو کي وويل، چي په روان کال کي د اتل قول اردو هڅي، چي له مخي يې وسلوالو ترهګرو ته په زیات تعداد تلفات اوښتي دي، وستايلې.

ښاغلي یفتلي زياته کړه، چي په جنوبي حوزه کي وسلوال مخالفين د ماتي سره مخ دي او زياته يې کړه، چي د ۲۰۵ اتل قول اردو د ښې رهبرۍ او مديريت په نتیجه کي امنیتي ځواکونو د دښمن په وړاندي د د فاعي حالت څخه تعرضي حالت اختيار کړی او پدې برخه کي ګڼي لاسته راوړني هم لري. 

AAAA

وروسته راغلي لوړ پوړي پلاوي د ژړۍ ولسوالۍ د درېيمي پلي ليوا ته سفر کړ او هلته يې د امنيتي، لوژيستيکي او نورو برخو کي د يادي ليوا د قوماندان له لوري معلومات ورکړل سول.

لوی درستيز اړوندو مسؤلينو ته لازمي سپارښتني وکړې او ټينګار يې وکړ، چي په اکمالاتو او لوژيستيکي برخه کي د ټولو سرتيرو غوښتونو ته د قانون په چوکاټ کي پاملرنه وسي.

راپور: احمد بهير احمدي

387 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (41)

کندهار او روزګان ولايتونو کي ۶۵ وسله وال طالبان وژل سوي او زيات شمېر يې ټپيان سوي

امنیتي چارواکي وايي،چي د کندهار په ميوند او ژړۍ ولسوالیو کي د عملياتو پر مهال ...