د فلوريډا توپان ددې ايالت پنځه نيم ميليونه خلک کډي کولو ته اړ کړي

په متحده ايالتونو کي د ایرما خونړي توپان لړۍ تر فلورېډا ايالته په رسېدو ده او د دغه ايالت چارواکو د فلورېډا ساحلي سيمو کي پنځه نيم ميليونه وگړو ته امر کړی، چي خپل کورونه پرېږدي او خوندي سيمو ته ځانونه ورسوي.

maxresdefault

د هوا پېژندني ادارې ويلي، چي شونې ده فلورېډا ته په رسېدو ايرما توپان دغه ايالت ويجاړ کړي او په کښي پاته خلک هم خپل ژوند وبایلي، خو چارواکو د تېري جمعې له ورځي خلکو ته امر کړی، چي خپل کورونه پرېږدي او خوندي سيمو ته ځانونه ورسوي.

د فلوريډا ايالت مسوولينو او مرستندويه ادارو ويلي، که د فلورېډا ساحلونو ته نژدې کسانو خوندي ځايونو ته ځانونه ونه رسول، نو د یکشنبې او دوشنبې په ورځ به د توپان له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

له اووم سپټمبره پيل سوی ايرما توپان تر اوسه په منځنۍ امريکا کي يو شمېر جزيرې ويجاړي کړي، تر شپېتو پوري کسان يې وژلي او له ۱۸۰ ميلياردو ډالرو زیات زيان يې اړولی دی.

د هوا پيژندني ادارې ويلي، چي نن يکشنبه به دغه توپان د فلورېډا ساحلونو ته ورسېږي او که مخه يې بدله کړه، نو د فلورېډا پر ځای به کارولينا او جورجيا ايالتونه وځپي.

په کارولينا او جورجيا ايالتونو کي هم بېړنی حالت اعلان سوی دیايرما تر اوسه کيربين جزيرې او هيټي کي لکونه خلک اغېزمن کړي او ډېری جزيرې تر نوي سلنو برخو ويجاړي سوي ديد ايرما توپان رفتار په يوه ساعت کي ۲۷۰ کيلومټره دی او ويل کېږي، چي د ۱۹۷۳ راهيسې تر ټولو توند توپان دی.

852 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (41)

کندهار او روزګان ولايتونو کي ۶۵ وسله وال طالبان وژل سوي او زيات شمېر يې ټپيان سوي

امنیتي چارواکي وايي،چي د کندهار په ميوند او ژړۍ ولسوالیو کي د عملياتو پر مهال ...