د طالب مشرانو وروستۍ هڅي

ليکوال: بسم الله خوږمن

د طالبانو په ليکو کي اوس ډېری نفوذي قومندانان او سرګروپان خپل ځانونه خوندي نه احساسوي. دافغانستان او منځنۍ اسیا هیوادونو لپاره دامریکا دنوي ستراتیژۍ د اعلان ورسته دوسله والو مخالفینو اساسي ملاتړی پاکستان تر نړیوال فشار لاندي دی او طالبان په دې پوه سوي، چي ددوی تمویلونکي او ملاتړ کوونکي نور ددوی څخه لاس په سر سوي، بل داچي ددوی یوشمیر قوماندانان، چي په افغانستان کي دننه ژوند کوي دپاکستان لخوا دخطر داحساس په اساس په هیڅ قیمت نه دی حاضر، څو بیرته پاکستان ته ولاړ سي، ځکه په ورستیو کي ډيری قوماندانان او سرګروپان دپاکستاني استخباراتو لخوا نیول سوي او مړ او ژوندی يې ورک دي.

dd

په دې ورستیو کي وبهرنیو هیوادونو ته دطالب قوماندانانو دتللو او په هغه ځای کي دپنا غوښتولو په اړه زیاتو رسنیو راپورونه خپاره کړي، چي وروستی هغه يې دطالبانو دکوټي شورا داطلاعاتو مسئول مولوي عبدالرحمن هوتک، تر څو میاشتو غیابت ورسته په  ترکيه کي پناه اخيستې او درسنیو سره په خبرو کي يې ويلي، چي افغانستان ته ځکه نه ځي چي آی اس ای به يې د طالبانو په مرسته د ( دا دالله ) د کورنۍ په څير قتل عام کړي، نو ځکه يې غوره وکڼل په ترکیه کي، چي یو اسلامي هیواد دی د پناغوښتنه غوره کړه.

د طالبانو يو بل مشر شيخ عبدالحکيم هم د همدې اختلافاتو له امله په کوټه کي خپل کور او مدرسه تر شا پرېښوول او هلمند ته راغلی دی، شيخ عبدالحکيم د طالبانو قاضي القضات وو، د کوټي په اسحاق اباد کي يې مدرسه درلوده او اوس په طالبانو کي د ملا منصور د پلوي ډلي د شورا غړيتوب لري، د طالبانو د تعليم او تربيې د کمېسيون مسوول مولوي نور محمد ثاقب چي د ملا منصور د ډلي غړی و، هم له څه مودې راهيسي ورک دی. څه موده وړاندي دکندهار امنیه قوماندان هم وویل، چي څو تنه طالب مشران، چي دسره یې مکرر تماسونه درلودل.

دکندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي ځای پر ځای سوي او ددولت تر حمايې لاندي ژوند کوي، دطالب مشرانو په ځانګړي ډول دطالبانو دمخکني مشر ملا اختر محمد منصور پلویان ډېر دپاکستان د استخباراتو لخوا په نښه کیږي او هغوی هم ددې خطر د احساس په خاطر ځانونه کوښه کوي. سرخط ورځپاڼي هم په دې هکله یو مطلب ته اشاره کړې، چي لیکي ((سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چي ملا منصور په مري کي د سولي د خبرو په اړه د پاکستان فرمايش و نه مانه، له ايران سره يې ګوتي پټي کړې او د راګرځېدو پر مهال يې سر وخوړ. له همدې ځايه وروسته په امارت کي د منصور نږدې کسانو پر ای‌ايس‌ای شکونه پيل کړل او همدلته د پاکستان او طالبانو تر منځ يو وړوکی درز پيدا سو، چي اوس ښه غټ سوی دی. د منصور تر مرګ وروسته د منصور د پرې يارانو  ملا ګل اغا، صدر ابراهيم، ملا محمدزي بلوڅ او ملا محمد رحيم چي په منان مشهور دی، له پاکستان څخه ايران ته مخ واړاوه او بيا يې په مسلسله توګه د پاکستان فرمايشونه و نه منل، د دغو څلورو طالب مشرانو سرغړونو ای‌ايس‌ای هم په قهر کړ او بيا د  دواړو غاړو تر منځ د اختلافاتو او ناندريو يوه نوې لړۍ پيل سو.

په امارت کي همدا څو کسان چي ملا منصور ته ډېر نږدې وو، د امارت پر زياته برخه کسانو نفوذ لري او خبره يې تر ډېره حده منله کېږي. دوی د ايران ملاتړ لري، د مخدره موادو پرېمانه پيسې يې په لاس کي دي او په هلمند ولايت کي د مخدره توکو او قاچاق ټول عوايد دوی ته ورځي، چي دغو امکاناتو په امارت کي د دوی زور زيات کړی دی او تر ډېره د پاچاهي ژوند لري. ملا ګل اغا د امارت د رهبرۍ شورا غړيتوب لري، مالي مسوول يې هم دی، ملا صدر ابراهيم بيا د امارت عمومي نظامي مشري په غاړه لري. ملا محمدزی بلوڅ د کندهار له ‌پاره د طالبانو مسوول دی او ملا محمد رحيم چي په منان مشهور دی، د هلمند مسووليت لري)).

د طالب مشرانو او ای‌ايس‌ای تر منځ د ناندريو لړۍ له دې امله هم په دې وروستيو کې تونده سوي ده ، چي پا کستان تر سخت نړیوال فشار او انتقاد لاندي دی، چي په پاکستان کي دتروريستانو مرکزونه دي او ددوی لخوا حمایه او تمویل کیږي، نو ځکه دطالبان مهم مشران په پاکستان کي دخطر احساس کوي او په دې تلاښ کي دي، چي یا خپل هیواد ته راسي او دجګړي لاس واخلي او دافغان حکومت ترحمايې لاندي سوله ایز ژوند وکړي او یا په نورو هیوادونو کي پناه واخلي، خو په دواړو صورتونو کي باید دجنګ څخه لاس واخلي او ځان دطالبانو دلیکو جلا کړي، دوسله والو طالبانو دلیکو عادي کسان هم اوس په دې پوهیدلي، چي مشران يې دفرار په حالت او دځانونو دساتلو په لټه کي دي، نو دوی هم یا دجګړې لاس اخلي او په خپل کلي او کور کي عادي ژوند کوي او یا ددولت غیږي ته وردانګي او سوله ایز ژوند پیلوي او انشاالله  ډېر ژر دي، چي په هيواد کي دسولي او سرتاسري امن فضا حاکمه سي.

x

دا هم وګورئ

‎زموږ ظالم دښمن | ‎مینه منګل

ظالم دښمن مو  کلونه کېږي چې موږ افغانان شهیدانوي، کلونه کېږي چې په موږ افغانانو ...