د شپږیزي کرکټ لیګ لوبډلي وپېژنئ

د رواني سپتمبر مياشتي پر ۱۱ نېټه په کابل کي د شپږیزي کرکټ سیالۍ پيلېږي او پر ۲۲ نېټه پای ته رسېږي.

دا پنځم وار دی چي شپږیزه سیالۍ کیږي، د کرکټ بورډ چارواکي وایي چي سږکال شاوخوا ۳۰ بهرني لوبغاړي، روزونکي او څارونکي هم په دغو سیالیو کي برخه اخلي. په شپږیزې کې ټول افغانستان په شپږو زونونو او لوبډلو وېشل شوی دی.

a

د کابل بازانو لوبډله: ددغه لوبډلي مشر د ملي لوبډلي کپټان اصغر ستانکزی دی او د (( جي پي )) تجارتي شرکت یې مالي ملاتړی دی. له اصغر سره په لوبډله کي د کريکټ ملي لوبډلي او ځینې نور بهرني لوبغاړي هم لوبیږي.

د سپین غر پړانګانو لوبډله : دالوبډله بيا د ختیځ زون په کچه ده چي د ملي لوبډلي بل لوبغاړی شفیق الله شفق یې کپټان او د مسلمیار ګروپ یې مالي ملاتړی دی. ټاکل سوې وه، چي په دې لوبډله کي به د ملي لوبډلي د لوبغاړو ترڅنګ د کريکټ مشهور لوبغاړی شاهد خان افریدی هم و لوبېږي، خو افريدی وايي، چي د ځينو کورنيو ستونزو له کبله په شپږيزه کي برخه نه سي اخيستلای.

د امو نهنګانو لوبډله: دا لوبډله بیا تر ډېره د افغانستان د شمال استازیتوب کوي چي د ملي لوبډلي غړی میرویس اشرف یې کپټان او د المصافي شرکت یې مالي ملاتړی دی. دوی هم د افغانستان ملي لوبډلي او ځینې بهرني لوبغاړي لري.

د بند امیر لوبډله: ددې لوبډلي کپټان بیا وتلی لوبغاړی راشد خان دی چي په ځینو بهرنیو لوبغاړو سربېره د افغانستان د ملي لوبډلي ځینې لوبغاړي هم په کښي لوبیږي. د پیراګون شرکت د بند امیر د لوبډلي مالي ملاتړی دی.

د مس عینک لوبډله: ددې لوبډلي کپټان محمد نبي عیسی خیل دی او د جنوب ختیځو ولایتونو په استازولۍ يې ټېم جوړ سوی، چي د وزیرزي ګروپ یې مالي ملاتړی دی. د افغانستان ملي لوبډلي او ځینې نور بهرني لوبغاړي هم د نبي په لوبډله کي لوبیږي.

د بست ساتونکو لوبډله: د افغانستان د ملي لوبډلي مشهور لوبغاړی شاپور ځدراڼ د بست ساتونکو لوبډلي مشر دی. بست ساتونکو لوبډله د افغانستان د ملي لوبډلي او ځینو بهرنیو لوبغاړو جوړه ده. بست ساتونکي د شپږیزي لیګ سیالیو کي د افغانستان د جنوبي ولایتونو نمایندګي کوي. افغان سوداګر علي ارشد د دغه لوبډلي مالي ملاتړی دی.

د کريکټ بورډ اداره وایي چي په ټولو لوبډلو کي کورني لوبغاړي لوبوي او هڅه یې دا ده چي له دغو سیالیو څخه نوي استعدادونه پیدا او ملي لوبډلو ته یې معرفي کړي. دا سیالۍ د کرکټ د نړیوالي شورا سره رسمي دي او د یوه خصوصي تلویزون دلاري به په ژوندۍ بڼه نشرېږي.

593 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...