د روزګان خلګو د ملګرو ملتونو څخه د مرستو د نه بندېدو غوښتنه وکړه

د روزګان ولایتي شورا او ولسي وګړي له ملګرو ملتونو غواړي چي په دغه ولایت کي د زیانمنیدونکو ملکیانو دلاسنیوي په برخه کي د مرستي راونه لړۍ ورباندي ونه تړي او خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دغه کسان چي ولایتي شورا کي راټول سوي وو وايي، روزګان په محاصره حالت کي دی او هره ورځ د جنګ جګړو شاهد وي نو پداسي حال کي د ملکي وګړو په وړاندي د مرستي د یوه دفتر بندیدل به په جګړو کي زیانمنېدونکو ملکیانو ته یو بل سرخوږی وي.

A

دغه کسان چي د روزګان ولایتي شورا کي د اعتراض په ډول راټول سوي غوښتنه کوي چي په دغه ولایت کي باید د UNMS په نوم مرستندویه موسسه چي د جګړې پر مهال د زیانمن سوو ملکیانو سره مرسته کوي خپل فعالیت ونه دروي او د ملګرو ملتونو څخه غواړي چي دا غوښتنه یې ومني.

دوی زیاتوي په روزګان کي دا مهال ملکیان د لوی ګواښ سره مخ دي، وژل کیږي، ژوبل کیږي، کورونه یې نړیږي او تر ډېره د جګړې پرمهال د سپر په توګه هم کاریږي نو وايي که د مرستو دا دروازه هم ورباندي وتړل سي ناهیلي به یې لا ډېره او د زیان جبران به یې هم له سترګو پناه سي.

د ولایتي شورا مسوولین هم وايي چي یاد خیریه بنسټ په اوسني حالت کي د روزګان لپاره ډېر ګټور دی او په وینا یې د فعالیت د دوام غوښتونکي یې دي.

AA

په روزګان کي د یونامان دفتر خپل سیاسي فعالیت کابو څلور کاله وړاندي دغه ولایت کي پای ته ورساوه او د زون په کچه یې د خپلو چارو د سمبالښت هڅي پېل کړې. په روزګان کي د وروستیو جګړو له امله یو شمېر نورو موسسساتو هم خپل فعالیتونه بند کړل او د ځینو دروازې بیا اوس مهال د تړل کېدو په درشل کي دي.

راپور: بريالی انصاري

271 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (41)

کندهار او روزګان ولايتونو کي ۶۵ وسله وال طالبان وژل سوي او زيات شمېر يې ټپيان سوي

امنیتي چارواکي وايي،چي د کندهار په ميوند او ژړۍ ولسوالیو کي د عملياتو پر مهال ...