د ترافیکو مدیریت له لوري ۲۷۰ تنو موټر چلوونکو ته لېسنسونه ورکړل سوه

د کندهار د ترافیکو مدیریت مسؤلین وایي چي یادو کسانو ته د نقلیه وسایطو د چلوني اسناد د ۱۶ ورځنۍ زده کړي وروسته ورکول سوه . بل لوري ته هغه کسانو چي د موټرچلوني زده کړي یې بشپړي کړي وایي چي د لېسنس اخیستلو په ۱۶ ورځني کورس کي یې د موټر چلوني زیات قوانین زده کړه.

AA

کندهار ولایت چي په دې وروستیو کي پکښي ګڼه ګوڼه زیاته سوې ده ور سره سم ددې ولایت د ترافیکو مدیریت له لوري د نقلیه وسایطو د چلوونکو لپاره د ترافیکي زده کړو په موخه روزنیز کورسونه جوړ سوي، چي تر دا مهاله ددې کورسونو څخه په زیات شمیر کسان فارغ سوي او لېسنسونه یې تر لاسه کړي دي .

د ترافیکو مدیر محمد الله خان وویل چي د موټر چلوني زده کړي د لړۍ په ۶ دوره کي یې ددې کورس څخه ۲۷۰ تنه فارغین ورکړه چي یادو کسانو ته  تر امتحان اخیستلو وروسته لېسنسونه ورکول سوه .

نوموړي زیاته کړه چي د شپږمي دورې لپاره ۲۹۵ کسانو نوم لیکنه کړې وه چي ۲۷۰ تنه کامیابه سوه ۱۱ تنه ناکامه او ۱۴ تنه یې غیر حاضرین وه .

ښاغلي محمد الله خان  وویل چي د ترافیکي قوانينو د کورسونو څخه په هره دوره کي د زیات شمیر کسانو په فراغت سره په ښار کي ترافیکي پېښي کمي سوي دي.

AAA

بل لوري ته هغه کسان چي د شپږمي دورې د لېسنس اخیستلو د کورس څخه فارغ سوه خوښ ښکاریده او زیاتول یې چي په یاد کورس کي ورسره استادان ښه چلند کوي.

هغوي وویل چي اوس په ترافیکي اصولو بلد سوه او کولای سي چي په ښار او لویو لارو باندي په اسانۍ سره تګ او راتګ وکړي . فارغ سوي کسانو زیاته کړه چي مخکي به لېسنسونه د کمیشنکارانو له خوا اخیستل کیده خو اوس دغه لړۍ ډير شفافه ده او هر کس کولای سي چي د کورس څخه تر فراغت وروسته لېسنس تر لاسه کړي . هیره دي وي چي د څلورو کلونو را په دي خوا د ترافیکو مدیریت له لوري دا شپږم رونیز کورس دی چي په هره دوره کي تر زده کړو وروسته د ۲۵۰ تنه په شاوخوا کي فارغین ورکوي .

راپور: احمد شاه شاداب

353 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...