د افغان ځواکونو په عملياتو کي اته دېرش وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ملي ارود او پوليسو لخوا په تيرو څلرويشتو ساعتونو کي د کندهار او زابل په بيلابيلو سيمو کي د عملياتو پر مهال ۲۵ تنه وسله وال طالبان وژل سوي، ۱۳ تنه ټپيان سوي او دوولس تنه ژوندي نيول سوي.

عمليات

ياد کسان د کندهار په خاکريز، ميوند، نېش او د زابل په اړوند سيمو کي د ملي اردو د سرتيرو او د کندهار د امنيه قومانداني د پوليسو لخوا وژل سوي ټپيان سوي او نيول سوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو او د کندهار امنيه قوماندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه څلرويشت ساعته عملياتو کي افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هيڅ ډول زيان ندی اوښتي، خو له وسله والو ترهګرو په زياته کچه وسلې او مهمات تر لاسه سوي او نقليه وسايط يې لمنځه وړل سوي دي.

513 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...