دشپږیزي کرکټ لیګ پرانست غونډه په ښکلې او دسولي په فضا کي وسوه

د افغانستان دکورني کرکټ مخکښه ” شپږیزه ” کرکټ لیګ تېره شپه په رسمي ډول د الکوزي په نړیوال کرکټ لوبغالي کي پرانستل سو. په پرانست غونډه کي د کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل د شپږیزي سیالیو پیل یو بریالی پیل وباله او دغه راز يې د کرکټ بورډ وروستۍ لاسته راوړني بې مخيني وبللې.

21462436_1597814040270192_145963133945119253_n

په پلان کي ده، چي د شپږيزه کرکټ ليګ سياليو لومړنۍ لوبه نن د دوشنبې په ورځ د کابل بازانو او بوست ساتونکو ترمنځ وسي. د شپږیزي کرکټ لیګ په پنځم پړاو سیالیو کي د پام وړ بدلونونه راغلي او دا ځل به دغه سیالۍ له نړیوالو معیارونو سره سم ترسره او د رسنیو له لاري خپرې سيپه دې سیالیو کي د ګډون لپاره لسګونه بهرني لوبغاړي، روزونکي، لوب‌څاران او د لوبو مبصرین (کامینټیټران) کابل ته رسیدلي ديشاوخوا دیرش تنه بهرني روزونکي او لوبغاړي په دې لیګ کي ګډون کوي او د سیپتمبر تر ۲۲ مې ورځي به دوام وکړي.

د کرکټ بورډ وايي، چي د شپږیزي په لیګ کي د بهرنیو لوبغاړو او روزونکو له ګډون څخه به د کرکټ ځوان لوبغاړي ښې تجربې ترلاسه کړي.

777 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (41)

کندهار او روزګان ولايتونو کي ۶۵ وسله وال طالبان وژل سوي او زيات شمېر يې ټپيان سوي

امنیتي چارواکي وايي،چي د کندهار په ميوند او ژړۍ ولسوالیو کي د عملياتو پر مهال ...