افراسیاب خټک: دپاکستان دولت لا هم د ترهګرو د روزلو فابريکې فعاله ساتلي دي

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مهم مشر او پخوانی سناتور افراسیاب خټک وايي، پاکستان کي دولت اوس هم د توندلارۍ کارخانې چلوي او داکار ددې سبب سوی، چي په سيمه کي توندلاري دوام ولري.

افراسیاب خټک په پاکستان کي د توندلارۍ زیاتېدلو لامل د جنرال ضیاالحق د مارشلا پر مهال د جهاد پالیسي وبلله او زیاته یې کړه چي دغه مهال د پاکستان دولت توندلاری و او ټولنه یې توندلارې کړه.

70162DBB-5536-411A-8929-4510D51D4C89_cx13_cy2_cw88_w987_r1_s_r1

کله چي له نوموړي وپوښتل سول څه ثبوت لري چي دولت د توندلارۍ کارخانې چلوي، نو د عوامي نېشنل ګوند مشر وویل: دلته طالبانو پلترۍ وهلي دي، ممنوع ګوندونه دي، غونډې کوي، پرضد یې څه نه کېږي، نو له دې ښکاري چي یو څوک یې ملاتړ کوي“.

د ښاغلي خټک دا خبري په داسي مهال دي چي تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغان پالیسۍ د بیانولو پرمهال هم وویل، چي د وسلوالو طالبانو پټنځايونه په پاکستان کي دي.

تېره دوشنبه برېکس ټولني هم د هغو ډلو تاوتریخوالی وغانده چي په پاکستان کي مرکزونه لريد برېکس په اعلامیه کي د جیش محمد او لښکر طیبه نوم هم اخیستل سوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم د ځايي رسنیو سره په خبرو کي منلې چي لشکر طیبه او جیش محمد ډلي د پاکستان له خاوري فعاليتونه کوي او باید د فعالیت مخه یې ونېول سي.

خو افراسیاب خټک وايي، د دې ډلو پرضد عملي ګام نه پورته کېږي او پرضد یې سیاسي اراده هم نسته. ښاغلی خټک وایي، چي د پاکستان په ورانۍ کي د ولسي چارواکو رول هم سته، خو پوځي چارواکو تر ډېره قانون مات کړی دی.

نوموړي د بلوچستان په هکله وویل چي په بلوچستان کي ظلمونه کېږي. دده په خبره، په بلوچستان کي د کسانو له ورکېدلو او د مړو د موندلو له توره حکومتي ادارې ځان نسي ژغورلای او دوی په وژنو کي ښکېلې دي.

434 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...