کندهار کي ۱۸۰۰ زده کوونکو لوړو ټولګيو ته دشموليت په موخه د ارتقاع ازموينه ورکړه

ياد شمېر زده کوونکي، چي نږدې دوه سوه تنې انجوني هم پکښي شاملي وې؛ دښار په پنځو ښوونځيو کي يې يوازي درياضي مضمون ازموينه ورکړه. دپوهني رياست مسئولين وايي که زده کوونکي رياضي کي بريالي سي، نو نورو مضامينو کي بريالي کيدای سي.

دکندهار پوهني رياست مسؤلين وايي د ارتقاع يا سويې په ازموينه کي هغه زده کوونکي برخه اخيستلای سي، چي ۸۵ سلنه نومرې يې پوره کړي وي.AAخو دنورو کلنو په توپيرسږکال سلګونو زده کوونکو معيار پوره کړی او د ارتقاع په ازموينه کي يې ګډون کړی دئ. دپوهني رياست د مسئولينو په خبره، چي درياضي په مضمون کي ازموينه يې دپوهنيزبهير دکيفيت دتضمين په خاطر واخيستل، ترڅو هغه زده کوونکي، چي لايق او ښه استعداد ولري له نورو څخه يې  بېل کړي .

دپوهني رياست تدريسي مرستيال محيب الله قادري وايي، د ازمويني پروسه به شفافه او دلاسوهني څخه خالي وي، ترڅو هغه زده کوونکي، چي استعداد يې ولري لوړو ټولګيو ته لارپيداکړي.

A

ښاغلي قادري دنوي تعلمي کال دپيل په اړه هم دپوره چمتوالي خبر ورکوي او وايي ۳۰ بند ښوونځي به هم دزده کوونکو پرمخ پرانيږي.

ټاکل سوې، چي سږکال دپوهني رياست زرګونه هغه کوچنيان هم ښوونځيو کي جذب کړل سي، چي عمر يې اووه کلنۍ ته رسيدلي وي.

راپور: نثار احمد احمدي

3866 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...