کندهار والي وايي ميرويس روغتون تر توقع زيات روغتيايي خدمات وړاندي کوي

دپنج شنبې په ورځ کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا ميرويس روغتون ته ولاړ هلته يې دناروغانو دپوښتي ترڅنګ دپايوازانو څخه دستونزو او غوښتونو په اړه پوښتني وکړې او دميرويس روغتون کاري چاري يې دنژدې وکتلې.

کندهاروالي ترليدني وروسته دميرويس روغتون خدمات وستايل او د روغتياپالانو دستونز دحل ډاډ یې وړاندي کړ.

د پنج شنبې په سهار کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا ناڅاپي توګه ميرويس روغتون ته ولاړ او هلته يې دياد روغتون چاري دنژدې وکتلې.

ښاغلي ويسا لومړی په ميرويس روغتون کي دناروغانو اوپايوازانو څخه دروغتياپالانو دچلند، تداوۍ او بېځايه غوښتونو په اړه پوښتني وکړې،چي دهغوئ لخوا په هره برخه کي مثبت جواب ورکول سو.

2

ناروغانو او پايوازانو کندهاروالي ته وويل ،چي ډاکټرانو يې پروخت تداوي کړې ،داحوال څخه يې ځان خبر کړی او هغه درمل يې هم ورکړي دي ،چي ميرويس روغتون کي موجود وي.

وروسته کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا په داسي حال کي دميرويس روغتون دبېلابيلو څانګو څخه ليدنه وکړه ،چي دياد روغتون دمسؤلينو له لوري معلومات ورکول کېده.

ښاغلي ويسا روغتياپالانو ته هدايت وکړ،چي نور هم په پوره صداقت او ايماندارۍ دخپلوناروغانو خدمت وکړي او دهغوئ ستونزو ته جواب ووايي.

هغه دخپلي ليدني په ترڅ کي په ميرويس روغتون کي دبسترکوچنيانو سره نغدي مرسته هم وکړه.

1

کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا کندهار ملي راډيو تلوېزيون ته په خبرو کي دميرويس روغتون دکارکونکو هڅي او ستړياوی وستايلې او د دوئ روغتيايي خدمت يې ترموجوده امکاناتو او توقع زيات وباله.

ښاغلي ويسا دغه راز زياته کړه ،چي دميرويس روغتون دکارکونکو ستونزي به په ولايتي او مرکزي سطحه حل کړي او هغه حق ،چي په تيروکلونو کي نه دی ورکول سوی دوئ به يې ورته واخلي.

دميرويس روغتون څخه دليدني پرمهال دياد روغتون مسؤلينواو روغتياپالانو په يوه جلاليدنه کي کندهاروالي ته خپلي ستونزي وړاندي کړې ،چي دهغه له لوري دامکان ترحده دحل ډاډ ورکول سو.

خبریال: ولي محمد انوري

466 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...