په کندهار کي د پوهني د ودي لپاره کمپاين وسوو

د کندهار لسګونه ځوانان او يو شمېر مسئولين د دې لپاره په ښار کي پراخ کمپاين کوي، تر څو ټول والدين خپل اولادونه ښوونځيو ته واچوي او د پوهني لپاره هر ډول زمينه ورته برابره کړي.

په کمپاين کي راټول سوي کسان غوښتنه کوي، چي په ليرو پرتو ولسواليو کي دي د بندو ښوونځيو لپاره ولسي وګړي همکاري وکړي، دولت دي امکانات ورته برابر کړي او وسله وال مخالفين دي ښوونځي په بمونو نه الوزوي.

د پوهني د ودي او د بندو ښوونځيو د خلاصون لپاره ياد کمپاين د ښار په بېلا بېلو برخو کي ترسره سوو؛ کمپاين کوونکو د کورنيو له مشرانو غوښتنه وکړه، چي خپل اولادونه ښوونځيو ته واستوي او د نجونو لپاره دي هم د زده کړو زمينه برابره کړي.

3

کمپاين کوونکو په لېرو پرتو ولسواليو کي د بندو ښوونځيو په اړه هم شعارونه ورکړل، د ولسي وګړو او د دولت له وسله والو مخالفينو ئې غوښتنه وکړه، چي ښوونځي دي د ښوونځيو په توګه وکاروي، نه دا چي د سنګرونو او مرچو په توګه کارول کيږي.

دوی غوښتنه وکړه، چي بند ښوونځي دي پرانيستل سي، دولت دي امکانات ورته برابر کړي او وسله وال مخالفين ئې بايد په بمونو وانه لوزوي.

2

موږ ښوونځي غواړو، بند ښوونځي دي پرانيستل سي، د ښوونځيو تخريب سوي ودانۍ دي جوړي سي او ښوونکو ته دي پر ټاکلي وخت معاشونه ورکړل سي؛ دا هغه شعارونه وه، چي د ننني کمپاين پر مهال ياد سول.

کمپاين کوونکو د مرکزي ادارې څخه غوښتنه وکړه، چي کندهار ته دي د پوهني په برخه کي ډېر پام وسي، کتابونه او نور امکانات دي پر ټاکلي وخت ورکړل سي.

په کندهار کي د ښار تر څنګ په ليرو او پرتو ولسواليو کي د پوهني حالت ښه نه دئ، ولايتي ادارې هڅي پيل کړي، چي په ښوونځيو کي روان بد حالت سم او د پوهني بهير بيرته سم کړي.

خبریال: ویس ارين

258 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...