په کندهار کي د مېرمنو په ژوند کي مثبت تغيرات راغلي دي

‌د پنج شنبې په ورځ په ولايت مقام کي د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا په مشري د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پر مهال ئې د ولايت مقام مرستيالانو، د دولتي ادارو رئيسانو او استازو ګډون کړی وو.

په غونډه کي پر بېلا بېلو موضوعاتو خبري وسوې، کندهار والي يادونه وکړه، چي په ميرويس روغتون کي په کمو امکاناتو د ډېرو ناروغانو درملنه کيږي، چي دا غوره ګار دئ.

د ښځو چارو رئيسي د اړوند رياست د يوې ربعې راپور هم د ادارې مجلس برخوالو ته وړاندي کړ.

د اداري مجلس په پيل کي کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د ميرويس روغتون په اړه خبري وکړې؛ نوموړي زياته کړه، چي د پنج شنبې په ورځ ئې د ميرويس روغتون څخه ناببره ليدنه وکړه، د ناروغانو، پايوازانو او ډاکترانو سره ئې جلا جلا خبري وکړې، چي هر څه سم او د ناروغانو خدمت په ښه ډول ترسره کېدئ.

نوموړي زياته کړه، چي د ناروغانو او پايوازانو څخه ئې په روغتون کي د ډاکټرانو او نورو روغتيايي کارکوونکو د چلند په اړه هم وپوښتل، چي د ټولو نظر مثبت وو.

3

ښاغلي ويسا زياته کړه، چي په ميرويس روغتون کي په کمو امکاناتو د ډېرو ناروغانو درملنه کيږي، چي دا يو نېک او غوره کار دئ.

د اداري مجلس په لړ کي د ښځو چارو رئيسي د خپلو فعاليتونو راپور هم وړاندي کړ، په کندهار کي د ښځو پر ژوند وږغېدل او د سوو پرمختګونو او ستونزو په اړه ئې هم خبري وکړې.

د ښځو چارو رئيسي رقیې اڅګزۍ د راپور وړاندي کولو پر مهال يادونه وکړه، چي په کندهار کي د ښځو ژوند ښه سوی، ډېري نجوني ښوونځيو ته ځي، لوړي زده کړي کوي، په دولتي او غيري دولتي ادارو کي په دندو بوختي دي، په اردو، پوليسو او ملي امنيت کي هم مېرمني دندي ترسره کوي.

مېرمن اڅګزۍ د خپلو خبرو په دوام وويل، چي ډېرو مېرمنو ته ئې د کار زمينه برابره کړې ده، حرفوي کورسونه ئې جوړ کړي او د مېرمنو لپاره ئې د عامه پوهاوي بېلا بېل پروګرامونه جوړ کړي دي.

د آڅګزۍ په خبره سږ کال په کندهار کي د ښځو د تاوتريخوالي ۸۱ قضيې ثبت سوي دي، چي يو شمېر ئې د دوی لخوا بيرته حل سوي هم دي.

4

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د ښځو چارو رياست کړي کارونه وستايل او له اړوند مسئولينو ئې غوښتنه وکړه، چي مېرمنو ته د لا زياتو خداماتو او کاري فرصتونو په برابرولو کي هلي ځلي وکړي.

د اداري مجلس په لړ کي د خپلواکۍ د ۹۸ کليزي د لمانځلو په اړه هم خبري وسوې، چي د ولايتي ادارې، کندهار ملي راډيو ټلويزيون او يو شمېر نورو ځوانانو لخوا به په شانداره مراسمو ولمانځل سي.

د يادولو ده، چي د اداري مجلس په ورستيو کي پر يو شمېر قراردادونو هم خبري وسې، چي ځيني ئې د اداري مجلس لخوا ومنل سوه.

خبریال: ويس ارين

1315 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...