په ارزګان کي له غېر مسئوله وسلوالو وسلې ټولي سوې

د ارزګان ولایتي چارواکي وايي له غېر مسووله وسلوالو راټولي سوي وسلې او له وسلوالو طالبانو نیول سوي مهمات یې د ډایاګ پروسې ته سپارلي.

د روزګان مرستیال والي عبدالواحد پټان وايي، چي په دغه ولایت کي د امنیتي ستونزو د کمولو په موخه یې د غېر مسووله وسلوالو ډلو ټپلو څخه د غېر قانوني وسلو را ټولولو چاري چټکي کړي دي.

د ولایت سرپرست امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي وايي هڅي یې زیاتي کړي، چي په دغه ولایت کي امنیتي ساحه پراخه او امنیتي ستونزي کابو کړي.

1

د یو بل خبر له مخي  د رزګان – کندهار د لاري د څاګي په نوم سیمه کي پر امنیتي پوستو تېره شپه وسلوالو طالبانو بریدونه کړي چي پر مهال یې پنځه تنه وسلوال مخالفین وژل سوي او دوه تنه نور ژوبل سوي دي.

د دغي لاري د ساتني کنډک قومندان غلام دستګیر الماس وايي دغه نښته کي د څو ساعتونو لپاره د ارزګان – کندهار لاره هم تړلې وه چي وروسته بیا نور مرستندویه ځواکونه سیمي ته رسېدلي او لاره یې د ترافیکو پر مخ خلاصه کړې ده.

خبریال: نعمت الله فریادي

1683 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...