پرلمونځ کوونکو برید، داسلام سره څرګنده دښمني ده

ليکوال: عزيز الله فضلي

جنګ اوجګړه هر څه پخپله غېږه کي رانغاړي، سوځوي يې او له منځه يې وړي. انساني تاريخ په خپلو ټولو پړاوونو کي ثابته کړې، چي د نړۍ په هر ګوټ کي چي جګړه پيل سوې، د هر چا له خوا، تر هر نامه لاندي چي پيل سوې، تاوان يې غريبو ولسونو ته رسېدلی دئ.

په هېواد کي روانه او ناولې جګړه هم دپردیو په اشاره د افغانانو دوژلو، ورانیو لپاره ترسره کېږي او ترهګر د اسلام دمقدس دین ترنامه لاندي پرعامه تاسیساتو بریدونه کوي مساجد، تکیه خانې او عامه ځایو نه په نښه کوي او زموږ بیګناه افغانان له منځه وړي، تاسو ولیدل، چي وسله والو مخالفینو دسه شنبې په ماښام یوځل بیا د هرات ښار د بکر‎اباد سیمه کي د “جوادیه” په نوم  یو جومات ته ننوتل او پر لمونځ کوونکو يې لومړی فیرونه وکړه او وروسته یې په ځانونو پوري تړلي چاودیدونکي مواد وچول.

ee

په جامع جومات کي په لسګونه دیني عالمان، قومي مشران او ځوانان، چي دخدای ج حضور ته په عبادت اوسجده وه، په ډیره بیرحمۍ په شهادت ورسول سول، په دې برید کي ۳۰ تنه لمونځ کوونکي شهیدان او تر ۶۰ تنو ډېر ټپیان سوي او دډېرو ټپیانو حالت نازک ښوول سوی دئ.

eeeee

وسله والو او تروريستانو دخدای ج په کور مسجد کي ځانمرګی برید وکړ او په مسجدکي، چي یوازي دعبادت ځاي دئ، داسي ناوړه کار ترسره کړ، چي هیڅ دین او مذهب اجازه نه ورکوي، خو پوښتنه دا ده، چي ترهګر په افغانستان کي د څه ډول اسلام او مسلمانۍ خبره کوي؟ ايا دوى د هغه اسلام په اړه خبري کوي چي دوى يوازي د ځان په ګټه تعبير، تفسير، تعريف او تحريف کړى؟  نه پوهېږو، چي دخداي ج پرعبادت کوونکو به چا دځانمرګي فتوا ورکړي وي ؟ داځانمرګی به هم دجنت د حورو سره دیوځای کیدو په نیت راوتلی وي او پر خپل دغه کرغیړن عمل به يې دجهاد نوم ایښی وي، شاباس ! ته به په کوم مخ دخداي ج حضور ته دریږي، څومره دشرم ځای دئ، چي داسلام په نامه دخداي ج په کور یعني مسجدکي دلمانځه د ادایني پروخت بیګناه انسانان شهیدان کیږي.

eeee

تروریستان پر ملکي وګړو، جوماتونو، تکایاو او ټولو مقدسو ځایونو د بریدونو په ترسره کولو سره خپل اسلام ضد ماهیت په ډاګه کوي، ځکه تروریستي بریدونه له اسلامي لارښوونو او دټولو بشري حقونو د اصولو سره په ټکر کې دي. افغان ولس چي اوس ښه پوهېږي روانه جګړه د هيواد د بربادۍ لپاره د مغرضو ګاونډيو له خوا پيل سوې اوزیان ئې هم ټول عام ولس ته رسیږي، بايد ټول خلك هڅه وکړي چي د خپل ځان او خپل هيواد د ژغورلو لپاره لاس په کار سي.

افغان ځواکونه هغه وخت د مغرضو ګاونډيو او دهغوئ د مزدورانو د دسيسو پر وړاندي کلک درېدلاي سي، چي د ولس د ژغورلو لپاره د ولس ټينګ ملاتړ احساس کړي.

1032 ټول کتل سوی شمېر 5 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...