مولانا سمیع الحق وايي زمونږ خلک په افغانستان کي جنګیږي

د دفاع پاکستان کونسل په نامه د مذهبي سياسي ګوندونو د اتحاد مشر، مولانا سميع الحق وایي، د پاکستان پوځ دي د حقاني شبکې پر ضد اقدام نه کوي. سمیع الحق چي د جمیعت علما اسلام (س) مشر هم دی په اسلام اباد کي یو خبري کنفرانس ته وویل د دوی په اتحاد کي شاملي ډلي په افغانستان کي د امریکایانو پرضد په جګړه بوختې دي.

E

مولانا سميع الحق دغه څرگندوني په داسي حال کي کوي چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلان کړې ده او ویلي یې دي چي پاکستان هغو ترهگرو ته پناه ورکوي چي په افغانستان کي پر امریکایي قواوو مرگوني بریدونه کوي.

د دفاع پاکستان کونسل د مذهبي گوندونو په اتحاد کي نژدې څلویښت افراطي مذهبي ډلي شاملي دي. امريکا او افغانستان هرځل ويلي، چي پاکستان په خپله خاوره کي افغان طالبانو او حقاني شبکې ته خوندي ځالي جوړي کړي دي او د دغه هیواد استخبارات په افغانستان کي د عملياتو په وخت د حقاني شبکې سره مرستې کوي.

د جمیعت علما اسلام (س) مشر مولانا سميع الحق چې د دفاع پاکستان کونسل مشري هم کوي، د خېبر پښتونخوا په اکوړه سيمه کي یوه ديني مدرسه لري چي په کښي د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په ګډون، په سلګونو افغان طالبانو زده کړي کړي دي او له همدې کبله سميع الحق ته د طالبانو روحاني پلار ويل کيږي.

564 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (41)

کندهار او روزګان ولايتونو کي ۶۵ وسله وال طالبان وژل سوي او زيات شمېر يې ټپيان سوي

امنیتي چارواکي وايي،چي د کندهار په ميوند او ژړۍ ولسوالیو کي د عملياتو پر مهال ...