ریال ماډریډ د لسم وار له پاره د هسپانیې سوپر کپ وګټی

ریال ماډریډ څو ورځي دمخه د هسپانیې د سوپرکپ رفت لوبه ۳ پر ۱ د بارسلونا څخه د هغو په کېمپ نو سټوډیوم کي ګټلې وه، چي برایې ماخستن  بیا هم ریال ماډریډ برګشت لوبه ۲ پر صفر په خپل (سانټیاګو برنیباو) سټوډیوم کي وګټل، چي د دواړو لوبوه نتیجه ۵ پر ۱ د ریال په ګټه سوه او په دې نتیجې سره دوی د (۲۰۱۷م) کال د هسپانیې د سوپرکپ ګټونکي سول.
 د لوبي د شروع په (۴مه) دقیقه کي د ریال (مارکو اسېنسیو) د ډېر لیري څخه یو جالبه ګول بارسلونا ته ورکی او لوبه ئې ۱ پر صفر د ریال په ګټه کړه.
اسېنسیو تر دې مخکي د (چمپېنزلیګ او اروپا سوپر کپ) په فاینلونو کي هم ګولونو لګولي وه.
تر ده وروسته په (۳۹مه) دقیقه کي د ریال (کریم بېنزیما) هم یو جالبه ګول بارسلونا ته ورکی او لوبه ئې ۲ پر صفر د ریال ماډریډ په ګټه کړه.
اوله نیمايي په داغه نتیجه خلاصه سوه، خو د دوهمي نیمايي تر پایه هم د یوه کلب له خوا بل ګول نه دئ لګېدلی او لوبه داغسي ۲ پر صفر د ریال په ګټه د (۷۰،۰۰۰) تماشاچیانو په موجودیت کي خلاصه سوه او ریال ماډریډ د هسپانیې سوپر کپ ګټونکي سول.
د دې لوبي په ګټلو سره هم ریال ماډریډ او هم د داغه کلب روزونکي (زین الدین زیدان) ډېر زیات ریکارډونه جوړ کړل.
زیدان د نړۍ د فوټبال په تاریخ کي اولنی روزونکی سو، چي په (۱۹) میاشتي کي (۷) کپه ګټي. ده په ریال ماډریډ دوه چمپېنزلیګه، دوه د اروپا سوپر کپه، یوه لالیګا، یو کلب ورلډ کپ او یو د هسپانیې سوپر کپ ګټلی دئ، یعني په اوسط ډول ده پر هرو (۲۱) لوبو ریال ته یو کپ ور ګټلی دئ.
د زین الدین زیدان په راتګ سره ریال مازي (۷) لوبي بایللي دي، یعني پر هري ماتي ئې یو یو کپ هم ریال ته ور ګټلی دئ، چي نه د ریال او نه هم د فوټبال په تاریخ کي بل یوه روزونکي په دونه کم وخت کي دونه کپونه ګټلي دي.

1

چمپېنزلیګ ته د غوراوي په لوبو کي ناپولي د نایس څخه لوبه وګټل.
د اروپا چمپېنزلیګ ته د غوراوي په لوبو کي د ایټالیا ناپولي د فرانسې د نایس سره لوبه وکړه، چي ۲ پر صفر ناپولي وګټل.
د لوبي د شروع په (۱۳مه) دقیقه کي د ناپولي (ډرایز مارټینز) یو جالبه ګول نایس ته ورکی او لوبه ئې ۱ پر صفر د ناپولي په ګټه کړه.
اوله نیمايي په داغه نتیجه خلاصه سوه، خو کله چي دوهمه نیمايي شروع سوه، نو بیا هم د ناپولي لوبه زوروره وه، هغه وو چي په (۷۰یمه) دقیقه کي پر نایس یوه فینالټي را و وتل، چي د ناپولي (جیورجینیو) هم په ښه مهارت پر ګول کړه او لوبه ئې ۲ پر صفر کړه، چي په داغه نتیجه هم د ناپولي په ګټه خلاصه سوه.
د یادوني وړ ده چي د چمپېنزلیګ د غوراوي پړاو لوبي هم هغونه جذابي دي، څونه چي ئې د ګروپي پړاو لوبي دي.

2

188 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

21371417_1597813003603629_6627127915926399410_n

دشپږیزي کرکټ لیګ پرانست غونډه په ښکلې او دسولي په فضا کي وسوه

د افغانستان دکورني کرکټ مخکښه ” شپږیزه ” کرکټ لیګ تېره شپه په رسمي ډول ...