د هلمند امنیه قوماندان وايي دوه تنه وسله وال طالبان يې د وسلو د انتقال پر مهال نیولي

امنیه قوماندان وايي ، دې کسانو غوښتل ، چي ناوې ولسوالۍ ته ولاړ سي او هلته د وسله والو ځواکونو پر ضد عملیاتو کي ګډون وکړي.

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپی وايي د ګرمسېر پولیسو دوه تنه وسله وال طالبان په داسي حال کي نیولي چي، غوښتل يي ګرمسېر ولسوالۍ ته وسلې او مهمات انتقال کړي.

6

هغه وویل، چي يادو کسانو پرخپل جرم اعتراف کړی او ډېر ژر به يې عدلي او قضايې ارګانونو ته وسپاري.

امنیه قوماندان د يادو دوو تنو د نیولو کېدو خبر په داسي حال کي ورکړی، چي همدا اوس د ناوې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کي د امنيتي ځواکونو عملیات روان دي.

امنیتي مسئولین د ناوې ولسوالۍ د عملیاتو په اړه کوم نوي مالومات رسنیو ته نه دي ورکړي او نه يې هم تراوسه په دې اړه څه ویلي دي.

 نیوز څانګه

350 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...