د اضحیې یا قربانۍ ضروري احکام

ترتيب او ژباړه :مولوي اختر محمد جهيد

د اضحيې تعريف:  د لوی اختر په ورځو کي دخدای پاک جل جلاله  درضا او قرب لپاره د اوښ، غوايي ياپسه حلالولو ته اضحيه وايي.

د اضحيه مشروعيت (رواوالي) : اضحيه خداي پاک جل جلاله مشروع (روا) کړېده لکه چي فرمايي:

إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ (۱) فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (۲) إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ (۳)

 او همدا رنګه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه ثابته ده، چي ده اضحيه کړېده او مسلمانانو هم اضحيه کړېده او پردې باندي د علماوو اجماع هم ده .

د اضحيې فضيلت (غوره والى ): امام ترمذي د عايشې رضي الله عنها څخه يو حديث روايت وي، چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي ( د لوي اختر په ورځ و خداي پاک جل جلاله  ته د بنده ډېر غوره عمل اضحيه کول دي.)

داضحيي حکمت اوفلسفه: خداي پاک جل جلاله اضحيه ددې لپاره مشروع روا کړېده، چي د ابراهيم علیه السلام  ياد پکښي تازه سي او د اخترپه ورځوکي پرخلګوباندي دغوښو پراخي جوړه سي لکه نبي کريم صلی الله علیه وسلم  چي فرما يلي دي، داختر ورځي د خوراک چيښاک او د خداى پاک جل جلاله ديادولو ورځي دي.

اضحيه پر چا واجب ده : اضحيه پر هغو کسانو باندي لازمه ده، چي پر هغه باندي زکوة فرض وي او د زکوة د فر ضيت لپاره ٢٠٠ درهمه سپين زر يا شل مثقاله سره زر نصاب (اندازه) اټکل سوېده او صحيح او معتمد قول دادئ، چي دوه سوه درهمه سپين زر ٥٩٥ ګرامه دي او شل مثقاله سره زر ٨٥ ګرامه کيږي نو څوک چي يو د دغو نصابونو څخه ولري هغه به اضحيه حلالوي البته چي خپل اصلي ضرورتونه يې پوره وي، او د اصلي ضرورتونو څخه مقصد هغه اساسي اړتياوي دي، چي د انسان، ژوند، عزت او ابرو  ورپوري تړلې وي، لکه: خوراک، چيښاک، کالي، د اوسېدوځاى، کسب کارانو لپاره د کار وسايل، دکور سامان او داسي نور… شيان چي په اصلي اړتياوو کي شمېرل کېږي.(پاته سوه هغه کسان چي نقدي پیسې ولري، یا تجارتي سامان ولري او یا تر اړتیاوو اضافه سامان ولري.

د اضحيې د حلالېدو وخت: د اضحيې د حلا لېدو وخت د لوئ اختر د سفېدو دراختلو څخه شروع کېږي بيا د دريمي ورځي تر لمر لوېدو لږ مخکي ختميږي ، مګر دښار و اوسېدونکو ته روانه ده، چي د اختر د لمانځه مخکي اضحيه حلا له کړي، خو د صحرا او سېدونکي کولاى سي چي حلاله يې کړي، ځکه هلته  داختر لمونځ نه کېږي.

اضحيه به د لاندي عيبونو څخه پاکه وي:

١_ ړنده به نه وي

٢_  ګوډه به نه وي، چي دحلالېدو ترځايه نه سي تللاى .

٣_ ډېره ډنګره به نه وي، چي په هډوکو کي يې مغزنه وي.

٤_ څرګنده ناروغي به پکښي نه وي.

٥_ غوږونه او لکۍ به يې پرې نه وي.

٦_ تيان به يې پرې نه وي.

٧_ او پزه به يې پرې سوې نه وي .

يا دونه : که دا پور تني عيبونه په اضحيه کي موجود سي د دا سي اضحيې حلالېدل صحت نه لري .

د اضحيې حکم: قرباني کول واجب ده نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : څوک چي وس ولري او قرباني ونه کړي هغه دي زموږ وعيدګاته نه راځي .

اضحيه د کوم حيوان څخه صحت لري: په شريعت کي اوښ، غويى، بزه  او پسه د اضحيې لپاره ټکل سويدي، په اوښ او غوايي کي تر اوو (٧) کسانو پوري د شريکېدو اجازه سته. 

د اضحيې عمر به څومره وي: د اوښ عمر به تر پنځوکلونو لږ نه وي، د غوايي عمر به تر دوه کلنو کم نه وي او دبزې عمر به د يوه کال څخه کم نه وي.

خو البته د شپږو مياشتو چاغ ورى او ورۍ هم صحيح کيږي.

د قربانۍ د غو ښو د وېشلو طريقه: سنت کار دادئ، چي د قربانۍ خاوند د خپلي قربانۍ څخه غوښه وخوري، دوستانو ته يې ور ولېږي او مسکنانو يې ووېشي لکه څنګه چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

د قربانۍ د پسه څخه خوراک کوئ، نورو ته يې ورکوى او څه ساتئ. علما فرمايي: ښه طريقه دا ده، چي د قربانۍ غوښه درې ځايه سي يوه برخه دې خپله وخوړل سي دوهمه برخه دي يې خيرات سي او دريمه برخه دي يې وساتل سي

هغه حيوان چي غوښه يې خوړل کېږي په بدن کي يې دا لاندي برخي  خوړل روا نه دي. با يد ونه خو ړل سي .

لکه تناسلي آله، خايي، غدې: غده د غوښو يوه ټوټه ده، چي شاوخوا وازګه پر راڅرخېدلي ده، منانه (سپوخته) او تريخئ.

١_ مسئله: که چا د اختر لپاره يو حيوان رانيوئ او وروسته د پورتنيو عيبونو څخه يو عيب پکښي پېدا سو مثلا ګوډ سو، ړوند سو، يا دا سي نور .. نو که مالدار سړى وو بل حيوان دي حلال کړي او که يې وس او توان نه درلودئ نو همدا عيب جن حيوان صحت لري  چي حلال کړل سي.

٢_ مسئله: که د ښار په مختليفو ځايو کي لمونځ ادا کېدئ نو که يو چا د لمړي لمانځه وروسته قرباني وکړل نو حلاله ده صحت لري .

٣_ مسئله: ښه کار دادئ، چي د قربانۍ حيوان ښه چاغ او ښه ښايسته وي.

٤_ مسئله: سنت کار دادئ، چي حيوان په تېره چاړه سره حلال سي او تر حلالېدو وروسته دي يو څه وخت ورته وګوري، چي د ټول بدن څخه يې ساه ووځي يخ سي او بيا دي پوست کړل سي.

٥_ مسئله:  قصاب ته د قربانۍ غوښه يا څرمن ورکول د مزدورۍ په مقابل کي روانه دي بلکي قصاب ته به جلا مزدوري ورکوي، خو که په خيرات کي يې ورکي بياپروانه کوي.

٦_ مسئله: د کوم حيوان چي مور زاده غوږونه کو چني وي(کوک) حلالول يې روا دي.

٧_ مسئله: کوم حيوان چي هيڅ غوږونه ونه لري د هغه حلالول روا نه دي.

٨_ مسئله: که دکوم حيوان مور زاده ښکرونه نه وي، يا خو ښکر وي خو يو څه بر خه يې ماته وي، نو د هغه حلالول روادي، مګر د کوم حيوان چي ښکرونه يې په بيخ کي مات سوي وي غوښي ته يې زيان رسېدلى وي نو حلالول يې روا نه دي .

٩_ مسئله: د قربانى پوست و مسکين ته په خيرات کي ورکول کېداى سي ، دا سي هم کېداى سي چي دا پوست خرڅ کي او هغه پيسې يې خيرات کړي خو دا پيسې به هغه چاته ورکوي چي زکوة ور کول ور ته روا وي

١٠_ مسئله: کومه مسلمانه مېرمن، چي زېورات ولري او نصاب پوره کوي، چي ٨٥ ګرامه کېږي نو هم زګوة پر فرض دئ او هم اضحه پر واجب ده، مسلماني مېرمني اود هغو خاوندان بايد ودې مسئلې ته پوره پام لرنه وکړي.

زموږ په ټولنه کي ډېري دا سي مسلماني مېرمني سته، چي ډېر زيورات لري خونه يې زکوة باسي او نه اضحه کوي، نو په دې صورت کي د ښځي غاړي بندي دي.. د يمن يوه ښځه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم  و حضورته راغله ،لور يې هم ورسره وه، چي په لاسونوکي يې د سرو زرو دوه درانه بنګړي وه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورڅخه پوښتنه وکړه: ته د دې بنګړو زکوة ورکوې؟ ښځي ورته وويل: چي نه. نو هغه مبارک ورته وويل: ايا ستا دا خوښه ده، چي په قيامت کي د دې په بدله کي تاته د اور بنګړي در په لاس کړل سي، د دې خبري په اورېدلو سره هغې ښځي خپل دواړه بنګړي د لاسونو څخه وکښل رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې وړاندي کړل او  ورته وې ويل: داد الله جل جلاله  او دهغه د رسول الله   صلی الله علیه وسلم  د رضا لپاره ستاسي حضورته وړاندي کوم . (نسايي) .

238 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

Reading-1-810x423

هغه کسان، چي روژه نیسي، ژر نه زړېږي

روژه د الله تعالی ج له خوا د برکتونومیاشت ده او د مسلمانانو لپاره د ...