دزمري اته وېشتمه د افغانانو ویاړ

ليکوال: احمدشاه مبين

د زمري (اسد) د اته وېشتمي ورځي په رارسیدو د افغانستان د ازادۍ او خپلواکۍ ۹۸ کاله پوره کیږی، دا زموږ د درانه افغان ولس د قهرمانیو، حماسو، شهامتونو او زموږ د غيرتي ولس د غيرتونو د يادوني ورځ او زموږ د ميړني ولس پر اتلوليو، ميړاني او غرور د اعتراف ورځ او دستر غازي امان الله خان دیاد ورځ ده، ددې ورځي په مناسبت چي د افغانستان د استقلال دورځي په نامه دافغانانو په تاریخ کي نه هیرېدونکې ده؛ و ټولو افغانانو ته دزړه له کومي مبارکي وړاندي کوو.

144

پوره ۹۸ كاله وړاندي زموږ ميړنيو پلرونو او نيكه ګانو پدې حماسه كي د پرنګيانو يرغلګري لښكري تار په تار كړې، هغوى يې ددرېيم ځل لپاره د عبرت په سوك پر خوله ووهل، د هغو زړورو غازيانو د تكبير انګازې او د ميوند په ډګر كي د شهيدانو ارواحونه نوي نسل ته د خپلواکۍ او استقلال پيغام راوړي.

دا هيواد، تل د زړورو غازيانو د خالپوڅو زانګو او د شهكاريو ډګر دئ، دې باتور ملت يا خو د توري په خرپ يرغلګر شړلي او يا يې په مناسب مهال د جرګو او مركو له لاري د خپل هيواد مستقبل جوړ كړى، چي دا دود يې لا هم د بچيانو په رګونو كي محسوسيږي، سوله او پخلاينه ددې غيور ملت د ژوند اساسات جوړوي او كه چېري څوك بيا د منطق په ژبه ددې باتور قوم سره سر نه خلاصوي؛ بيا نو هر يرغلګر له دې خاوري د تسخير او اشغال خوب ورسره ګور ته وړي.

موږ پدې هيله چي د زړورو نيكه ګانو او پلرونو ميراث د غيرت په تورو وساتو او ښايي، چي د جرګو، مركو او ديانت له لاري د خپل هيواد راتلونكى جوړ كړو او د نړۍ د سيالانو له كاروانه پاته سوی هېواد په افغاني هوډ چي ددې خاوري د هر بچي په وينه كي جريان لري؛ په علم او  پوهه سره سيال وګرځوو.

د افغانستان ازادي او استقلال دافغانانو داتحاد او يووالي په نتجه کي ترلاسه سوی او په ساتلو کي يې هم و اتحاد او یووالي ته ضرورت لرو.

 فعلا هم الحمد الله موږ سر لوړی هيواد لرو، غښتلي او قهرمان خلګ لرو، ولي يو شي، چي موږ اکثره ځوروي، هغه دافغانونو ترمنځ د بشپړ یووالي نه درلودل دي.

دغه بې اتفاقي او نه یووالي دئ، چي زموږ دخاوري دښمنانو ته يې دمداخلې ښه زمينه مساعده کړې ده او دخپلو ګټو په سبب، موږ افغانان په مختلفو نومونو ديوه اوبل په مقابل کي جنګوي او ديوه او بل پر ضد يې قاتلان معرفي کړي يو او موږ ددې پرځای، چي دهيواد ملي ګټي په نظر کي ونيسو اکثره دخپلو شخصي ګټو، دخپلي ډلي، ګروپ، تنظيم، حزب اويا قوم په باب فکر کوو او لا موهم دتيرو ترخو تجربو څخه دعبرت درس نه دئ اخيستی، لامل په خارجيانو کي نه دئ، بلکي زموږ افغانانو په وجود کي دئ، چي لا هم مو سر نه دی خلاص او هره ورځ مو همدغه خارجيان ددوستۍ په نامه استعمالوي.

پرون يې دمجاهد، خلقي او طالب په نامه سره وجنګولو او نن مو د داعش او القاعدې په نامه سره جنګوي، حال داچي القاعده او داعش (اسلامي دولت) دواړه خارجي پديدې او مشخص اهداف لري او دوی دخپلو اهدافو دلاسته راوړلو په خاطر جوړي کړي او زموږ هيواد ته يې را ليږلي دي.

خبردار اوسئ دښمن په دې هم اکتفا نه کوي؛ اوس مو دقومي او نژادي تو پيرونو پربنياد دپښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن او نورو په نامه جنګوي، متاسفانه چي دافغانانو په مينځ کي هم داسي مستقيل شخصيتونه او ګروپونه سته، چي ددغه تروريستانو (داعش ، القاعده ) سره مرسته  کوي او دخپل ملت په وړاندي يې دجګړې او تباهۍ اور بل کړی.

طالبانو ته به هم دملامحمد عمر، ملامنصور او نورو مشرانو په مرګ سره دا جوته سوې وي، چي دوی دبل دګټو لپاره جنګیږي او دپردویو دګټو لپاره يې پر خپل ملت او خپل وجود چاړه اخستي او خپل وطن خرابوي، دوی باید دخپلو مشرانو دناڅرګندو مرګونو څخه دعبرت درس واخلي او دملي یووالي له خوا دسولي او ملي پخلایني پروسې ته لبیک ووايي او دجګړې او تباهۍ څخه لاس واخلي.

راسئ دهیواد دخپلواکۍ د ۹۸مي کليزي درارسیدو په خاطر دافغانستان وملي ګټو ته دشخصي ګټو پرځای لومړیتوب ورکړو، دملي یووالي اوملي وحدت وپروسې ته دافغانانو تر منځ کار وکړو او په ځوانانو کي ملي روحيه، احساسات او ملي جذبه دپخوا په شان لکه چي دافغانستان دازادۍ په کلونو کي زمونږ د باترو نیکه ګانو سره موجودي وې، بیرته دیوه اوبل په کمک او همکارۍ را ژوندۍ کړو.

دیوه سوکاله، سرلوړي، آزاد او پرمختللي افغانستان په هیله.

247 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...