تر ۲۰۳۵ کال پوري به د اروپا ټول پلورل کېدونکي موټرونه الیکترونيکي وي

د تېلو د بیې د لوړېدو او د موټرونو په تېلو د چاپېریال د ککړتیا د زیانونو له کبله الیکترو نيکي موټرونو ته پام ورځ په ورځ زیاتېږي.

1-6

یو تازه راپور وايي، د ۲۰۳۵ کال تر پایه به په اروپا کي یوازي الیکترونیک یا برقي موټرونه پلورل کېږي. په راپور کي ویل سوي چي په اروپا کي به د موټر جوړولو صنعت یومخ بدل سي.

په دې راپور کي چي د ( آی این جي ) د مالي ادارې جګپوړو شنونکو خپور کړی او سرلیک یې دی « د الیکترونیک موټرو صنعت د اروپا د موټر جوړولو صنعت ګواښي » اټکل سوی، هغه خنډونه به چي اوس مصرفوونکي پر الیکترونیک موټرو له پانګونې راګرځوي په لنډ وخت کې لېري سي.

دوی دغه راز د بېټریو د بیو کمېدل او د هغو د کیفیت ښه کېدل د دغو موټرونو د مینه والو له زیاتېدو سره مرستندوی بولي او وايي چي په خلکو کي یې د الیکترونیک موټرونو په وړاندي اعتماد زیات کړی دی.

1739 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

ieQT2MM1gk7Ac3b21zMpeLRj

د مخابراتو وزارت وايي، د انترنیټ بیه به تر ۸۰ سلني ټیټه کړي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د جمهور رئيس محمد اشرف غني په سپارښتنه پر ...