بیا هم بیرحمانه قتل عام

ليکوال: محمد ويس ستانګزی

دهېواد، سولي او وطن دوښمنانو یو ځل بیا زموږ بیګناه ولسونه دغم پرټغر کښینول او د هېواد، د دښمنانو لخوا د شومو موخو ښكار وګرځيدل او خوار كورګۍ يې په وينو ور ولړل سو.

هوکي: دسولي او هېواد دښمنانو دغه در بدره او د څولسيزو په وينو او ټپونو کي ځورېدلی ولس يوځل بيا دويرونو او غمونو پر كاروان ور برابر كړ، د خاوري او اسلام دښمنان غواړي، چي د خپلو اجيرو بادارانو په مټ په هيواد کي امنيتي اوضاع خړه پړه کړي، تر څو افغانان په خپلو ويرونو اخته سي او دوی په اسانۍ سره خپلو موخو ته ورسېږي، دهېواد اووطن دوښمنانو دخپلو بیرحمانه وژنو په دوام کي يوځل بیا تیره شپه دسرپل ولايت د صياد ولسوالۍ د ميرزا اولنګ په سيمه کي لسګونه ملکي خلک د ښځو او کوچنيانو په ګډون د ۳۰ او ۴۰ کسانو ترمنځ په ډله ييزه توګه شهیدان کړل.

sarpol (4)

جنایتکاره تروریستانو د سرپُل ولایت په صیاد ولسوالۍ کي د کوچنيانو، ښځو او ملکي افرادو په بي رحمانه وژنې سره د خپلو جنایتونو دوسیه لا وپړسوله او دغه وحشیانه عمل یې د بشري حقونو څخه څرګنده سرغړونه او جنګي جنایت ګڼل کېږي.

دغه جنایتکاران د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کي د ماتي سره مخ سوي دي، اوس یې د جنګ لاري چاري بدلي کړي او ملکي افراد، ښځې، کوچنيان او سپیڅلي ځایونه په نښه کوي، ديوه مومن مسلمان وژل څومره ستره ګناه ده، نو دامعلومه خبره ده چي ترهګر او دغه ورانكاري ډلي چي ملکي بیګناه افراد، ښځې او کوچنیان په ډله ایز ډول په شهادت رسوي، نه يوازي د اسلام دښمنان دي، بلكي دوي د انسانيت او ټول بشريت دښمنان دي، دداسي غير اسلامي او غير انساني اعمالو مرتكبين به هيڅكله هم خداي ج ونه بخښي او ددوی ځاي به دايمي دوږخ وي.

e9146107ee3aa6bd68b18b0c0bc6445c_XL

آيا دې عمل ته هم د جهاد نوم وركوئ او سبا د خدای ج له دربار نه د خداي دمخلوق د وژني په بدل کي جنت غواړئ؟ هیڅکله نه، ځکه دیوه انسان وژل دټول بشریت دوژلو په معنی ده او دیوه انسان ژغورل دټولو انسانانو دژغورلو سره برابر دي.

د تروریستانو دا ډول کړني د دې لامل کېږي چي د تروریستي ډلو اصلي ماهیت ښکاره او خلک ور څخه کرکه او نفرت وکړي، دې بې شرمه تررویستانو تقریباً پنځه ورځي وړاندي په هرات ولایت کي په لسګونو لمونځ کونکي پرداسي وخت په شهادت ورسول، چي خداي ج  ته پرسجده او دلمانځه د اداینې په حال کي وه، دا ډول ظالمانه اعمال او کړني په کامل ډول د اسلامي ارشاداتو سره په مغايرت کي دي، چي د دې اعمالو مرتکبين به د الله (ج) د سخت عذاب سره مخامخ سي. د بې گناه انسانانو وژل او برمته کول د جگړې د ټولو قوانينو خلاف او يو غير اسلامي، غيرشريعي او ضد بشري عمل دئ، د دې ډول بریدونو او دبیګناه انسانانو دوژونو په وړاندي بايد ملت او دولت په گډه مبارزه وکړي او په گډه لاس په کار سي، تر څو دښمن د افغانستان د ملت د اتحاد او اتفاق څپه داسي غرق کړي چي بيا يې دوهم نسل هم په افغانستان کي د پښې ايښودلو جرئت ونه کړي.

دا تروریستي بريدونه، چي تل د خارجي استخباراتو په ځانګړي ډول د ای، ایس، ای له لوري رهنمايي کېږي،چي دوی په دې سره غواړي په افغانستان کي خپلو شومو، موخو ته ځانونه ورسوي، خو الحمدالله زموږ ولس اوس په دې پوه سوی او ددښمن اکثره پلانونه يې شنډ کړي او دخپلو امنیتي ځواکونو سره هرډول همکاریو ته چمتو دي، چي انشاالله ډېر ژر به دهېواد دښمنان مختوره او له منځه ولاړ سي.

451 ټول کتل سوی شمېر 15 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

e

پرلمونځ کوونکو برید، داسلام سره څرګنده دښمني ده

ليکوال: عزيز الله فضلي جنګ اوجګړه هر څه پخپله غېږه کي رانغاړي، سوځوي يې او له ...