امریکا غواړي چي د پاکستان حبیب بانک ۶۳۰ میلیونه ډالره جریمه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مالي خدماتو ادارې مسؤلين وايي، د حبیب بانک په کارونو کي یو لړ نیمګړتیاوي سته چي د امریکا له فدرالي او د نیویارک له ایالتي قوانینو سره سمون نه خوري. اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غواړي چي د پاکستان حبیب بانک ۶۳۰ میلیون ډالره جریمه سي.

f

که د پاکستان دا تر ټولو ستر بانک د څو سوه میلیون ډالره جریمې په ورکړي مجبور سي، نو دا به د پاکستان د یوې مالي ادارې تر ټولو لویه جریمه وي.

حبیب بانک چي اصلي مرکز یې د پاکستان په کراچۍ ښار کي دی، په امریکا کي یوازي یوه څانګه لري چي په نیویارک ښار کي ده او له ۱۹۷۱میلادي کال راهیسې هلته فعاله ده.

وروسته له دې چې په امریکا کي د حبیب بانک د جریمه کېدو غوښتنه وسوه، دغه بانک ویلي په نیویارک کي یې د خپلي څانګي د بندولو غوښتنلیک وړاندي کړی دی.

846 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

3

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان وايي دنیمروز او هرات لویه لار د امن لپاره يي د امنیتي ځواکونو یوه قرارګا ځای پر ځای کړې

هغه وویل : په دې سیمه کي يي د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات ...