په هېواد کي دداعش ټغر پر ټولیدو دئ

ليکنه: عبدالمالک توحيدي

په هيواد کي د څو لسيزو رواني جګړې تريخ خوند ټولو افغانانو وڅکئ. د افغانستان په مختلفو سيمو کي کلي وران سول، د ګودر غاړه په وينه سره سوه، هيواد کنډواله سو، مېندي بوري سوې او خويندي بې وروره سوې. ټول افغانان د وحشت او دهشت له امله متضرر سول، په افغانستان کي هري ترهګري ډلي او افراطي جګړه مارو تل د دين او مذهب تر عنوان لاندي خپل جنګ مشروع جنګ ګڼي.

ګاونډيو هيوادونو د افغانستان د ورانولو لپاره يو مشخص فرمول موندلی دئ. د فرمول مشخصات دادي، چي د اسلام، دين او مذهب په نامه بايد افغانستان تخريب سي. افغانان بايد د دين په نامه استخدام سي، داعش ،القاعده ، حقاني ډله، وسله وال طالبان اونور ټول د دې ټولو ناخوالو پرمخ وړونکي او طراحان دي. دڅو لسیزو راهیسي هري تروریستي ډلي په هېواد کي هرډول ظلمونه وکړل، چي دهغو له جملې څخه یوه هم دداعش تروریستي ډله ده، چي دبهرنیو استخبارات په مټ  يې زموږ په هېواد کي دجګړې اور بل ساتلی او بیګناه انسانان پکښي سوځي.

n00091962-b

داعشيان د افغانانو د ديني مقدساتو سره ستونزه لري، د افغانانو د کلتور او ثقافت سره ستونزه لري، زيارتونه سوځي، ښوونځۍ ورانوي، روغتونونه تخريبوي، بېګناه انسانان په شهادت رسوي او غواړي دا ټول غير اسلامي اعمال د اسلام تر نامه لاندي ترسره کړي. داعشيان نه د اسلام خادمان دي او نه هم د مذهب مدافعين دي، بلکي د اسلام، دين او مذهب خلاف اعمال ترسره کوي او بيا خپلو کړنو ته اسلامي او ديني صبغه ورکوي. افغانان تر هر چا ښه مسلمانان دي او تر هر چا ډیر پر خپل دين او مذهب ولاړ خلک دي.

دافغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ورستیو کي داعش ترهګري ډلي ته درانه تلفات اړولي او دهغو شریر افراد او قوماندانان يې له منځه وړي دي، دننګرهار ولایت دچپرهار او اچین ولسوالي يې دداعش له وجود څخه پاکي او ددوی په اصطلاح نه تسخیرونکې توره بوړه سیمه هم دافغان ځواکونو لخوا دداعش له وجود څخه پاکه سوه او ورځ تربلي افغان امنیتي ځواکونو دنړیوالو ځواکونو په مرسته اوحمایه ددوی مرکزونه تصفیه او ډيژر به يې زموږ دګران هېواد څخه نـــاولي ټغر ټـــول کړي، چي ښه ثبوت يې په ورستیو کي د اسلامي دولت يا داعش د سختدریځي ډلي مشر ابو سید وژنه ده، د ابو سعیدوژنه په افغانستان کي داعش ته یو بل لوی ګوزار دئ او ددې ډلي فعالیت به دجدي خنډ سره مخامخ کړي او تر دې وړاندي په اپریل میاشت کي د داعش یو بل مشر عبدالحسیب هم ووژل سو او تېر کال په افغانستان کې د داعش پخوانی مشر حافظ سعید خان هم وژل سوی وو، چي ددې مشرانو او قوماندانانو وژل دا په اثبات رسوي، چي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په کلک هوډ سره دهر ډول دښمن په وړاندي مبارزه کوي او ډېر ژر به ددوی دبشپړي نابودۍ زیری افغانانو ته ورکړي، نو دا د هر افغان دنده ده، چي د دې ظالمانو په وړاندي مقابله وکړي، هر افغان مکلف دى، چي دا تروريستي کړۍ محوه کړي او خپل وطن آباد کړي. ټول مسؤليتونه باید دولت ته راجع نه کړو او يا په بل عبارت، هر وخت بايد هر څه د دولت څخه ونه غواړو، بلکي خپله هم ځان د دې جغرافيې وګڼو او دا جغرافيه د ځان وګڼو او د خپل کور په ډول يې ساتنه وکړو. که ملت او دولت سره یوځاي سي، نو د داعش او يا نورو افراطي ډلو وخت به ډېر لنډ وي، ځکه افغانانو د تاريخ په اوږدو کي دا ډول ډېر ياغي او طاغوتي قوتونه او حرکتونه پر ګونډو کړي دي. اوس هم ناوخته نه دى، ټول هيوادوال بايد د داعشيانو په وړاندي د خپل دولت سره په تفاهم د مبارزې او مجادلې هڅه وکړي او نور په خپلو کليو او بانډو کي دا ډول شر اچوونکي عناصر محوه کړي .

ومن الله توفیق

947 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

18835834_939085596231068_7223968299810012944_n

پرملکي وګړو برید ستر جنایت دی

ليکنه: عبدالله وحدک دهېواد سولي او وطن دوښمنانو یو ځل بیا زموږ بیګناه ولس دغم ...