دناوې ولسوالۍ اوسیدونکو د ارامۍ ساه واخستل

ليکوال/ سبحان الله عبيد

د هلمند د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکو تر نهو مياشتو وروسته د ارامۍ ساه واخيستل، وسله والو طالبانو، چي د بهرنيو استخباراتي کړيو سخت حمايت يې له ځان سره درلود نهه مياشتي وړاندي د ناوې ولسوالۍ له سختي جګړې وروسته ونيول، د نيول کېدو سره سم وسله والو طالبانو د بې ګناه کسانو په زورولو، وحشت خپرولو او په يوه او بل نوم د بې ګناه اوسېدونکو په وژلو لاس پوري کړ. ځايي خلګ وايي نهه مياشتي يې د وسله والو طالبانو تر سخت ظلمونو لاندي ژوند کړی، چي ورځنۍ چاري يې په داسي حال کي مخ ته وړلې، چي کښتونه او باغونه يې د وسله والو طالبانو لخوا په ماينونو پوښل سوي وه.

20106435_1600792396647535_3655465895803258046_n

د دوی په خبره د سختو قربانيو په ورکولو سره به يې لږ عايدات را ټولول، چي هغه به هم ځيني وسله والو طالبانو په يوه او بل نوم وړل، نو ځکه ډيری کسان په پټه له خپلو سيمو ووتل او ډک کورونه اوشنه فصلونه يې پرېښودل، طالبانو دلښکرګاه او ناوې ترمنځ پوخ سړک، چي دملیونونو افغانیو په لګښت جوړ سوی وو، هم ویجاړکړ، طالبانو د ناوې ولسوالۍ د پاخه سړک د له منځ وړلو له ‌پاره لومړی له بلډوزرو او لويو ماشينونو کار واخيست، خو کله چي د پاخه سړک په ويجاړولو بريالي نه سول، نو يې د بغرا خاوري او خټي پر واچولې، له پاخه سړکه يې خام او کچه جوړ کړ.

19961194_238474459998457_5662927613660035870_n

دوی په ټولو لويو او هغو فرعي لارو کي چي د دوی تر تسلط لاندي وې ماينونه ښخ کړل، خو اوس الحمدالله افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل، چي دناوې ولسولي دطالبانو دشتون څخه پاکه او ژوند بیرته خپله عادي بڼه غوره کړې ،  دلښکرګاه – ناوې سړک، چي دتېرو نهو میاشتو په موده کي په یوخرابه سړک بدل کړی وو له ماینونو پاک او دسړک دجوړیدو چاري همدا اوس دخلګو په پوره همکارۍ رواني دي، خلګو په ډېره خوشحالي ددولتي ځواکونو هرکلی وکړ او هغه خلګو، چي په سیمه کي يې دطالبانو دظلمونو له امله خپل کورونه پرې ایښي ډېر ژر به بیرته خپلو کورونو ته راوګرځي، خلګ له حکومت څخه غواړي، چي دوی نور د وسله والو طالبانو له ظلمه وژغوري او د سيمي د ساتلو لپاره امنيتي پوستې ځای پر ځای کړي.

19990455_239451103234126_8782788825188068653_n

د دوی په خبره د خپلو ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو ټينګ ملاتړ کوي او د هغوی په مرسته به بيا هيڅکله هم په سيمه کي وسله والو ترهګرو ته د فعاليت اجازه ور نه کړي.

د هيواد په روانه جګړه کي ټول افغانان وژل کېږي. اقتصاد زموږ ځپل کېږي، ښوونځۍ، روغتونونه، سړکان، پلونه، کلي اوکورونه او نورعام المنفعه ځایونه زموږ له منځه ځي خو ګټه يې بهرنيو استخباراتي کړیو او پردي هيوادونو ته رسېږي، نو دا یو واضح حقیقت دئ، مخالفین یوازي دعام ملت سره دښمني کوي، دوی په هېواد کي دپردیو ګټي ساتي هغه که  دهر چا پرضد او دهر چا په تاوان وي، خو دوی دي په دې پوه وي، چي افغان ملت نور ویښ سوی او ددښمن په کړونو ښه اګاه دئ او ددوی په درواغجنو تبلیغاتو نه غولیږي، دوی به په دې اعمالو سره خلګوته ستونزي جوړي کړي، خو خلګ او وطن به دلاسه ورکړي او لیري نه  ده، چي دبشپړه ناکامۍ سره به مخ سي.

1127 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

home-remedies-for-sick-children-sl-rest-is-best

په نړۍ کي هره ورځ ۷ زره ماشومان مري

ملګري ملتونه په یوه راپور کي وایي چي هره ورځ په نړۍ کي اووه زره ...