دقطاع الطریق سزا مرګ دئ

ليکنه: محمد ادريس ځلاند

افغانستان تقريباً دڅلورو لسيزو راپدې خوا د ډېرو ستونزو او کړاونو شاهد ؤ،  کورني اختلافات، ورور وژنه، دهمسايه هيوادو استخباراتي کړيو ته کار کول، په وطن کي دناروا بوټي کوکنارو کرکېله، پرلویو او عامه لارو دماینونو ایښول، دبیګناه خلګو برمته کول، قطاع الطریقي، په عامه ځایونو کي ځانمرګي بریدونه، ددیني عالمانو او قومي مشرانو وژل او …. هغه څه دي، چي موږ دژوند په دوران کي ور سره مخ ؤ، د افغانستان او زموږ دمسلمان ولس دښمنان هره ورځ او هر ساعت په لسګونه جنايات تر سره كوي او زموږ كړېدلی ولس ورته په رڼو سترګو ګوري اوچپ ورته ناست دئ. قطاع الطریقي او د انسانانو برمته کول په اسلام کي ډېره لویه ګناه او مرتکبین يې دمرګ په سزا رسول کیږي.

20228669_1606246926102082_7668642944062896628_n

درسنیو څخه به خبرسوي یاست، ددولت وسله والو مخالفینو دکندهار دشاه ولیکوټ ولسوالۍ۷۰ تنه بیګناه ملکي وګړي دکندهار –روزګان دعمومي لاري په اوږدو کي په دې نامه، چي تاسي دطالبان سره همکاري نه کوئ، له موټره کښته او نامعلو لوري ته يې بیولي، چي دهغه جملې څخه يې اووه تنه شهیدان کړي او دنورو برخلیک نه دئ معلوم، مخکي هم طالبانو ورته کارونه دکندهار کابل پرلویه لار کړي وه، چي همداسي بیګناه انسانان يې برمته کړي وه او ورسته يې ځيني دپیسو په بدل کي خوشي او یوشېر يې شهیدان کړل.

ايا پرعمومي لارو تلل او خپلو اولادونو ته حلال رزق پيداكول كومه ګناه ده؟ نه هيڅكله هم داسي نه ده، بلكي دا دوطن او خلګو دښمنان دي، چي اوس زموږ دوسله وال پوځ په وړاندي دمخامخ جګړې توان نلري، نو پر عمومي لارو بیګناه او ملکي خلګ اغوا کوي او دپردیو استخباراتي کړیو دخوشحالۍ په موخه د اسلامیت او انسانیت خلاف کړني کوي.

2-14

په اخرکي دولس څخه غواړو چي خبر و اوسي، چي د ترهګرو ډلو یوازينۍ موخه دافغانستان ورانول او دبیګناه خلګو زورول او وژل دي او بس، ښه به دا وي چي یوموټی، متحد او دملي یووالي دحکومت سره یوځای دغه ستونزو ته دپای ټکی کښیږ دو او یو سوله ایز ژوند پیل کړو.

1482 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (41)

کندهار او روزګان ولايتونو کي ۶۵ وسله وال طالبان وژل سوي او زيات شمېر يې ټپيان سوي

امنیتي چارواکي وايي،چي د کندهار په ميوند او ژړۍ ولسوالیو کي د عملياتو پر مهال ...