کندهار والي وايي، په ښار او ولسواليو کي دي د بې کيفيته او تر تاریخ تېر خوراکي توکو مخه ونیول سي

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا دغه څرګندوني د مستهلکينو کمېسون د غړو سره د يوې ليدني پر مهال وکړې. هغه یاد کمېسون ته همداراز دنده وسپارل، ترڅو ټول هغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني چي بې کیفيته او تر تاريخ تېر خوراکي توکي کندهار ته را واردوي.

د مستهلکينو کمېسون چي ۱۳۹۵ کال کي جوړ سوی، د سوداګرۍ او صنايع، څارنوالۍ، ملي امنيت، ښاروالي،عامي روغتيا، سوداګرۍ خونه، اقتصاد او مستوفیت رياستونه او امنيه قومانداني يې غړيتوب لري.

19224928_1433876233344429_2516251436940346331_n

دغه کمېسون دنده لري چي په ښار او ولسواليو کي د بې کيفيته او تر تاریخ تېرو خوراکي توکو مخه ونيسي او هغه کسان چي دغه ډول توکي خرڅوي عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د يکشنبې په ورځ د مستهلکينو کمېسون د غړو سره په لیدنه کي ياد کمېسون ته هدایت وکړ، چي خپل فعالیت لا هم ګړندی کړي او د ښار او ولسواليو څخه ټول بې کيفيته او تر تاریخ تېر خوراکي توکي راټول او له منځه يې يوسي.

ښاغلي ويسا ياد کمېسون ته دنده سپارل، ترڅو ټول هغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته هم ور وپېژني چي بې کیفيته او تر تاريخ تېر خوراکي توکي کندهار ته را واردوي او پر خلګو يې پلوري.

19225886_1433876503344402_606487348846877277_n

وروسته د مستهلکينو کمېسون غړو کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا ته د خپلو فعاليتونو د راپور وړاندي کولو پر مهال وويل چي په تېر يوه کال کي يې په سلګونو ټنه بې کیفیته او تر تاریخ تېر خوراکي توکي او درمل نيولي او له منځه يې وړي دي.

د کمېسون غړو همداراز وويل چي په تېرو څو ورځو کي ۱۵۰ کارتنه داسي بې کیفیته درمل چي د کوچنيانو د اسهال د ناروغۍ لپاره دي، هم نيولي او ډېر ژر به يې له منځه يوسي.

د يادي ليدني پر مهال د کمېسون غړو ډاډ څرګند کړ چي په راتلونکي کي به هم په کندهار ښار او ولسواليو کي د بې کيفته او تر تاریخ تېرو خوارکي توکو مخه نيسي.

بايد وویل سي چي کندهار ولايت ته بې کیفیته او تر تاریخ تېر خوراکي توکي او درمل د يو شمېر کسانو لخوا د پاکستان هيواد څخه راوړل کېږي او دلته پر خلګو پلورل کېږي.

راپور: قدرت الله خوشبخت

842 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

6

ولایتي شورا وايي، چي کندهار کي بايد دملي اردو سرتیرو رهبري غښتلې سي

دکندهار ولایتي شورا رئیس او غړو دیکشنبې په نوبتي غونډه کي وویل،چي دملي اردو سرتیري ...