په کندهار کي د وسله والو غلاوو زياتوالي خلګ اندېښمن کړي

په دې وروستيو کي په کندهار کي وسله وال غله ډېر سوي،چي له ډېرو کسانو يې نقليه وسايط او پيسې وړي دي. خلګ له پوليسو د غلو د نيولو غوښتنه کوي،خو اړوند مسؤلين وايي د دې چاري د مخنيوي د پاره يې جدي ګامونه اخيستي .

18881944_698168790375473_1518677066532679308_n

د هيواد د نورو ولايتونو په پرتله په کندهار کي د وسله والو ترهګرو د فعاليتونو مخنیوي سوی، خو دلته بيا وسله والو غلو د خلګو ژوند ستونزمن کړی. د غلاو ګراف د نورو مياشتو په پرتله د روژې په مبارکه مياشت کي خورا لوړ وي، چي د خلګو انديښنې يې زياتي کړي دي.

خلګ وايي د شپې څه، چي په سپينه ورځ وسله وال غله ځيني نقليه وسايط او نور توکي اخلي او کله کله يې د کورنو له مخ او پارکينګونو څخه نقليه وسايط غلو بيولي وي.

fد دوی په خبره دا چاره د زغملو نده او د پوليسو تر څنګ ټول امنيتي ارګانونه يې بايد د مخينوي لپاره جدي ګامونه واخلي. هغه کسان، چي غلو ځيني نقليه وسايط او نور قيمتي توکي وړي له امنيتي ادارو غواړي، چي د دوی لپاره داسي شمېري اعلان کړي، چي هغوی په بیړنيو حالاتو کي ورته زنګ ووهي.

ff

د کندهار امنیه قوماندانی مسؤلين وايي تر ډېره يې د غلاوو مخنیوي کړي او مجرمين يې د قانون منګولو ته سپارلي دي.

دکندهار امنیه قوماندانۍ د جنائي جرمونو په وړاندي دمبارزې مدیر سمونوال ولي محمد عسکر وايي د خلګو لپاره يې په بيړنيو حالاتو کي ځانګړي شمېرې اعلان کړي، چي د جنايي پيښو په مخنيوي کي يې مثبت رول لوبولی دئ. هغه له خلګو غواړي، چي په بيړنيو حالاتو کي 0708888926 او يا هم 0708888927 شمېرې سره اړيکه ونيسي تر څو په عيني وخت کي د پوليسو ټولي امنيتي پوستې په جريان کي سي.

fff

 په ورته وخت کي خلګ د امنيتي ارګانونو لخوا نامسؤله کسانو ته د وسلې اجازت کارت ورکړه د غلاوو او جنايي پيښو د ډېريدو لوی لامل ګڼي. د دوی په خبره امنیتي ارګانونه په ځانګړي ډول ولایتي اداره بايد د دې چاري لپاره ځانګړي تدابير او ستراتيژي ولري.

د امنیه قوماندانۍ د جنائي جرمونو په وړاندي دمبارزې مدیر سمونوال ولي محمد عسکر وايي په دې اړه يې لا له وړاندي جدي پلټني پيل کړي او دخلګو څخه هم د داسي کسانو په موندلو کي د مرستي غوښتنه کوي.

دهمدې سره سم دجنايي جرمونو په وړاندي دمبارزې مدیر وايي،د يکشنبې په ورځ يې هم د درېیمې امنیتي حوزې ویښو او بیداره پولیسو دوه د رکشې غله نیولي دي.

هغه زیاته کړه، چي رکشه يي خپل مالک ته تسلیم کړه او مجرمین به دقانون منګولو ته وسپاري. د رکشې مالک ډیر خوښ دئ،هغه له پولیسو مننه وکړه،چي د رکشې په موندلو کي يي ورسره زیاتي هڅي کړي دي.

دا په داسي حال  کي ده،چي د شنبې په ورځ هم پوليسو د پنځمي حوزې د ميوې مارکيټ په سيمه کي هغه دوه غله نيولي، چي له يوه کوره يې دوه سوه زره امريکايي ډالره غلا کړي وه.

راپور: عبدالقاهر پېوستون

766 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

fjdskfjlksdjfls-1

زابل: په مخامخ نښته کي دوسله والو طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ددې ولایت امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تیره شپه ددې ولایت دمرکز اړوند پر ...